افغانستان

د افغان کډوالو په وړاندې د ایران او پاکستان پر سیاستونو په کابل کې د طالبانو د والي توندې نیوکې

په کابل کې د طالبانو والي وايي چې د ایران او پاکستان حکومتونه اسراییل صفته دي او پر افغانانو ظلم کوي.

د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان حکومت له خوا د ورکړل شوي وخت پای ته رسېدو ته شل ورځې پاتې دي. د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې ۱،۷ میلیونه هغه افغانان له دغه هېواده وباسي چې د اوسېدو اسناد نه لري.

خو د دې ورکړل شوي وخت له پای ته رسېدو مخکې پاکستاني پولیسو د افغانانو نیول پیل کړي دي.

اوس په کابل کې د طالبانو والي په دغه ناسته کې د ایران او پاکستان حکومتونه اسراییل صفته او اسراییل پرسته بولي او خبرداری ورکوي چې پر افغان پناه غوښتونکو ظلم او وحشت د منلو وړ نه دی.

محمد قاسم خالد وايي، د افغان کډوالو په وړاندې د ایران او پاکستان ظلم او وحشت د منلو نه دی.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې پاکستاني پولیس اسناد لروونکي او بې اسناده کډوال نیسي او د استوګنې سند لرونکو افغانانو څخه د خوشي کولو لپاره د پیسو غوښتنه کوي.

یو شمېر کډوال ټینګار کوي چې له ناوړه وضعیت سره مخ دي او د پولیسو له وېرې له کورونو نه وځي.

یو افغان کډوال نورالله سروري وايي: «په ناوړه وضعیت کې یو او د پولیسو له وېرې له کوره بیرون ته نه وځو.»

حامد بهزاد یو کال مخکې له خپلې مېرمنې او درېیو ماشومانو سره پاکستان ته ولاړ او اوس له بې برخلیکه وضعیت سره مخ دی.

هغه وايي چې له یوې هسپانوۍ رسنۍ سره یې د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کوله او د طالبانو له وېرې پاکستان ته تښتېدلی او د کډوالو د جبري ایستلو په هکله د پاکستان له پرېکړې وروسته په وېره او ډار کې ژوند کوي.

پاکستاني چارواکو ویلي، په پاکستان کې کابو ۴،۵ میلیونه افغانان اوسېږي چې له دې ډلې څه د پاسه ۱،۷ میلیونه یې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د لوړې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، یوازې د جمهوري نظام له سقوط وروسته ۶۰۰ زره تنه له افغانستانه پاکستان ته پناه وړې ده.