د حماس او اسرائیلو ترمنځ د نښتې په څلورمه ورځ هم د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه دوام لري.
د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د کړکېچ څه د پاسه سل کاله کېږي.
کله چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د عثماني امپراتورۍ له ماتې وروسته فلسطین د انګلیس تر واک لاندې راغی. هغه خاوره چې اکثریت عرب او یهودي توکمه په کې اوسېږي.
په منځني ختیځ کې کړکېچ هغه مهال زیات شو چې نړیوالې ټولنې بریتانیا ته دنده وسپارله چې په فلسطین کې د یهودانو لپاره ملي کور جوړ کړي. د يهودیانو لپاره دا سيمه پېړۍ وړاندې د دوى پلرنی ټاټوبی وه، خو فلسطيني عربانو له دې کار سره مخالفت وکړ.
ډیری یهودیان له ۱۹۲۰ کال تر دویمې نړیوالې جګړې پورې په ځانګړې توګه د هټلر له خوا د یهودیانو له نسل وژنې وروسته له ټولې نړۍ فلسطین ته کډوال شول.
په ۱۹۴۷ کال کې، ملګرو ملتونو رایه ورکړه چې فلسطین دې د عربو او یهودیانو په دوو جلا هیوادونو ووېشل شي او بیت المقدس یا اورشلیم دې د نړیوال ښار په توګه وي.
دا طرح د یهودي مشرانو له خوا ومنل شوه، خو عربي لوري هیڅکله ونه منله او نه عملي شوه.
برتانوي واکمنان په ۱۹۴۸ کال کې له سیمې ووتل او د اسراییلو دولت جوړ شو، چې د اسراییلو او ګاونډیو هېوادونو مصر، عراق، سوریې، اردن او لبنان ترمنځ د لومړۍ جګړې لامل شو.
د اسراییلو لپاره دا د خپلواکۍ جګړه وه، خو د عربي هېوادونو لپاره دا یو ناورین و، ځکه د دې جګړې له امله سلګونه زره فلسطینیان بې کوره شول او خپلې ځمکې یې له لاسه ورکړې.
د اسرائیلو او عربو هیوادونو تر منځ دویمه جګړه په ۱۹۶۷ کال کې وشوه چې د شپږ ورځنۍ جګړې په نوم یادیږي. په دې جګړه کې اسرايلو د عربو متحدو هېوادونو ته ماتې ورکړه او له سوريې یې د جولان غرونه، له مصر یې غزه او د سينا ټاپووزمه او د اردن له ځواکونو یې لويديځه غاړه ونيوله.
همدارنګه، د یهودیانو د مېشتېدنې د ښارګوټي جوړونه چې د ملګرو ملتونو له خوا غیر قانوني پیژندل کېده، په غزه او لویدیځه غاړه کې پیل شوه.
په ۱۹۷۳ کال کې د یوم کیپور مشهوره جګړه رامنځته شوه او اسراییلو د مصر او سوریې ځواکونو ته ماتې ورکړه.
له ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې، فلسطینیانو په ولسي پاڅون او پراخو لاریونونو پیل وکړ او په اسراییلي سرتیرو او ټانکونو یې ډبرې غورځولې، چې دا کار د حماس ډلې د رامنځته کېدو لامل شو.
په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې او په ۱۹۹۳ کال کې د اسرایلو – فلسطین د ازادۍ سازمان چې د اوسلو تړون په نوم یادېږي، له سپینې ماڼۍ سره لاسلیک شو.
د دې تړون پر بنسټ په غزه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو لپاره یو خپلواک دولت په پام کې ونیول شو او د یاسر عرفات په مشرۍ د فلسطین د ازادۍ سازمان هم اسراییل په رسمیت وپېژندل.
د یادې هوکړې له مخې لوېدیځه غاړه په درېیو برخو ووېشل شوه، چې لومړۍ برخه یې د فلسطین تر ادارې لاندې، دویمه یې د اسراییلو تر ادارې لاندې او درېیمه برخه په ګډه اداره کېده.
د شلمې پیړۍ په پیل کې اسراییلو د ختیځ بیت المقدس ډیرې برخو د نیولو لپاره چې مسجد الاقصی هم په کې موجود دی هڅه وکړه. د اسرائيلو او فلسطينيانو تر منځ ترينګلتيا د فلسطيني ميشتو ځايونو د ويجاړېدو او د اسرائيلي وګړو لپاره د ميشت ځايونو د جوړولو او همدارنګه د فلسطينيانو تر منځ د وسله وال مقاومت د شتون لامل شوه.
په ۲۰۰۷ کال کې اسراییلو او مصر د غزې تړانګه د ځمکنۍ،، هوایي او سمندري کلابندۍ ونیوله.
له هغمه وخت راهیسې تراوسه حماس څو ځلې له اسرائیلو سره نښتې کړې دي چې په تر ټولو تازه مورد کې یې جنګیالیو د شنبې په ورځ د ځمکې، سمندر او هوا له لارې پر اسرائیلو بریدونه وکړل.
د راپورونو له مخې تر ۹۰۰ ډېر اسراییلیان وژل شوي او څه باندې ۲۶۰۰ نور ټپیان شوي دي.
اسراییلو هم د غزې د تړانګې په ځینو برخو کې سخت هوايي بریدونه کړي چې تر اوسه ۶۸۷ تنه وژل شوي، ۳۷۲۶ تنه ټپیان او شاوخوا ۲۰۰ زره نور بې ځایه شوي دي.