افغانستان

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت: طالبانو څلور بریتانیایي وګړي خوشي کړل

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د طالبانو له بند څخه د دغه هېواد د څلورو وګړو د خوشي کېدو خبر ورکړ.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، څلور تنه چې د افغانستان قوانینو د ماتولو په تور نیول شوي وو، خوشي شوي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت همداراز له طالبانو د افغانستان قوانینو د ماتولو له امله بخښنه غوښتې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي: «موږ د بریتانیايي وګړو د کورنیو په استازیتوب د افغانستان له اوسنۍ ادارې د دغه هېواد له قوانینو د هر ډول سرغړونې له امله بخښنه غواړو.»

اعلامیه زیاتوي: «موږ د بریتانیا ټولو وګړو ته یادونه کوو چې له هېواده بهر د بریتانیا اړوند ترهګرۍ ضد قوانینو پیروي وکړي او په کوم هېواد کې چې مېشت دي هغه ټولو قوانینو ته درناوی وکړي. د اړتیا په صورت کې به په بریتانیا کې اړوندو چارواکو ته د څېړنې لپاره معلومات ولېږو.»

دغه وزارت د خوشي شویو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

بریتانیايي رسنیو د اپرېل میاشتې په لومړیو کې یو راپور خپور کړی و چې د کوین کورنول یوه ۵۳ کلن ډاکتر، د مایلز په نوم یوه سیلاني او په کابل کې د یوه هوټل د مدیر په ګډون درې بریتانیايي وګړي د طالبانو له خوا نیول شوي دي.