افغانستان

له ۶،۳ رېښتري زلزلې دوه ورځې وروسته د زنده جان ولسوالۍ وضعیت

په هرات کې سختې زلزلې د زنده جان ولسوالۍ د ګڼ شمېر اوسېدونکو ټول شته له خاورو سره یو کړي او اوس د سرپناه د نشتوالي او د خپلو عزیزانو د لاسه ورکولو له امله په ډېر بد حالت کې دي.

د زنده جان ولسوالۍ يو تن اوسيدونکى وايي چې د شپږ کسیزې کورنۍ ټول غړي يې مړه شوي او يواينى ژغورل شوی ماشوم یې هم ټپي دى.

د زنده جان ولسوالۍ اوسیدونکي له مرستندویه موسسو غواړي چې ژر تر ژره دې دوی ته رسېدنه وکړي.

له دغې خونړۍ زلزلې وروسته ویجاړۍ او بې ځایه شوي، قربانۍ او بې وسۍ د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ له نوم سره تړاو لري.

هېڅوک نه پوهیږي چې د دغو خاورو لاندې څومره کسان بند پاتې دي.

د زنده جان ولسوالۍ یو اوسیدونکی وايي: «دې زلزلې موږ ډېر اغېزمن کړي يو، ما خپله په دې پېښه کې د کورنۍ دوه غړي له لاسه ورکړل، چې یوه مې خور او یو مې زوی و.»

یادې زلزلې دلته زیاتره کورونه نړولي دي. دا د دغو کورونو یوازیني توکي دي چې له خاورو را ایستل شوي دي.

خلک د خپلو شته وو سره د خاورو لاندې کسانو ژغورلو ته راوتلي دي. په داسې یو حالت کې د ښځو او ماشومانو لاسنیوی د نړیوالې ټولنې له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ سازمان مسوول ارشد ملک وايي: «ماشومان خامخا زیانمن دي. لکه څنګه چې مې وویل، څه باندې ۹ زره تنو خپل کورونه له لاسه ورکړي، چې ماشومان یې هم یوه برخه ده. سرپناه، خوراکي توکي او نورو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. موږ همدارنګه اندیښمن یو چې آیا په راتلونکي کې به اوبو، خوړو، روغتیایی خدمتونو او ښوونې او روزنې ته لاسرسی وي او که نه، ځکه په ډېر احتمال سره زیاتې زیربناوې له منځه تللي دي.»

دلته د هرات په سیمه ایز روغتون کې هم له داسې کسانو سره مخامخ کیږئ چې له درده ډکې کیسې لري.

لکه د دې سړي په څیر چې له خبرو کولو همدا څو شېبې وړاندې یې خپل زوی له لاسه ورکړ.

د هرات د زنده جان اوسېدونکی میر احمد وايي: «زموږ د کورنۍ ډېر غړي شهيدان شوي دي، دوه زامن مې هم ټپيان شوي دي. زياتره خلک تر خاورو لاندې دي.»

ګڼو سازمانونو او هېوادونو له دې زلزله ځپلو سره د مرستې ژمنه کړې، خو هراتیان وايي، چې څو ورځې وروسته به د یې دغه ژمنې یادې وي خو دوی به هېر شوي وي.