افغانستان

خلک تش لاسونه د زلزلې له امله تر خاورو لاندې کسانو د ژغورنې هڅې کوي

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په شمال لوېديځ کې د دوو زورورو زلزلو له رامنځته کېدو څه باندې ۲۴ ساعته تېریږي، خو لا هم تر خاورو لاندې شويو کسانو کره شمېره نه ده معلومه.

له دې پیښې خپاره شوي عکسونه چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي، ښیي چې خلک په تشو لاسونو هڅه کوي چې تر خاورو لاندې بند پاتې کسان وژغوري.

ځينې چې د ژغورنې لپاره تللي وايي چې په ځينو کليو کې ټول اوسېدونکي تر خاورو لاندې شوي دي او هېڅوک نه پوهېږي چې په کومو ځایونو کې خلک تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

یو شمېر خلک د بندو کسانو د ژغورلو لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي له امله د خلکو د همکارۍ غوښتنه کوي.

د دې کنډوالو په زړه کې، هغه کسان دي چې په سختۍ سره ساه اخلي او انتظار کوي چې ځینې لاسونه به د دوی د ژغورلو لپاره خپل لستوڼي پورته کړي او د مرګ له کومي به یې وژغوري.

دلته دا خلک چې د مرستې لپاره هڅه کوي داسې تش لاس دي لکه له ابادیو دغه خالي کلی چې د زلزلې له امله یې سقوط کړی او له خاورو سره یو شوی دی.

خو له دې سره هم د ناهیلۍ په اوج کې، هیله پیدا کوي او د ماشوم ژوند ژغوري.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ د سياه اب کلی چې نن په تورو خاورو کې پټ شوی دی.

د ژغورنې لپاره راغلي کسان وايي، هېڅوک نه پوهېږي چې څوک او چېرته تر خاورو لاندې بند پاتې دي، ځکه د دغه کلي ډېری اوسېدونکي تر خاورو لاندې شوي دي.

بل خوا د وردګو د کلي د غمیزې داستان له سياه اب کم نه دی. د ځایي سرچینو په وینا، د دې سیمې ډیری اوسیدونکي تر خاورو لاندې بند پاتې دي، خلک خالي لاسونه دي او لا هم د ژغورنې لپاره هیڅ امکانات نشته.

هغوی چې د ژغورنې لپاره تللي د نورو خلکو د همکارۍ غوښتنه کوي. له دې ټولو سره سره له دې پېښې د څه باندې ۲۴ ساعتونو په تېرېدو، لا هم تر

خاورو لاندې د بندو کسانو د کره شمېر په اړه معلومات نشته.

د طالبانو وياند ويلي چې لس مرستندويه واحدونه هرات ته تللي دي، له بلې خوا د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري آژانس وايي چې په هرات کې له ١٣ تر ١٥ کليو چې درې زره کورنۍ په کې اوسېدې په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

دغه خبري آژانس همدارنګه خبر ورکړی چې د ایران مرستندویه واحدونه هم دغه ځای ته رسیدلي دي.

خو دا خلک دي چې د دغو کنډوالو په منځ کې سرګردان او حيران ولاړ دي.