افغانستان

د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکو تېره شپه په پرانیستې فضا کې د خپلو غړو د جنازې ترڅنګ تېره کړه

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې کورونه يې په کنډوالو بدل شوي او خپل هر څه يې له لاسه ورکړي دي.

په همدې حال کې د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکو د زلزلې له وېرې تېره شپه په پارکونو او ازاده فضا کې تېره کړه.

د هرات ښار دغه اوسېدونکي وايي، هره شېبه د زلزلې له وېرې سره تېروي او په دغه ښار کې ژوند بېرته عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.هرات له ویرې ډکه شپه تېره کړه.

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې له دې امله چې ګڼ کورونه په کنډوالو بدل شوي، خلکو د شپې تېرولو لپاره ځای نه درلود او د اړتیا له وجې یې د خپلو قربانیانو د جنازو تر څنګ په ازاده فضا کې شپه تېره کړه.

د هرات ښار يو شمېر اوسېدونکو هم د زلزلې له وېرې ان د ښار په پارکونو کې شپې تېرې کړې.

د هرات ښار نن سهار هم د زلزلې له ویرې سره پیل شو. هراتیان وايي هره شېبه په وېره کې تېروي.

د هرات اوسېدونکی علي احمد وايي: «خلک ډېر ووېرېدل، ټول له کورونو ووتل او سهار ستانه شول، کورونه یې ستونزې لري او تراوسه ځینې له کورونو بهر دي.»

وايي چې تېره شپه نارینه او ښځینه، زاړه او ځوانان؛ د زلزلې د وېرې له امله ټول له خپلو کورونو څخه وتلي وو.

خو دا شپه د سرپناه د نشتوالي او د خپلو خپلوانو د لاسه ورکولو له امله د زنده جان ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره ډېره سخته تېره شوه.

په هرات ښار کې یوه مور وینو چې له زنده جان ولسوالۍ څخه راغلې او د کورنۍ ټول غړي یې له لاسه ورکړي، ان د خبرو کولو توان هم نه لري.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسیدونکې نفس ګل وايي: «درې کورنۍ مو له منځه ولاړې، ووژل شول، ورور، وراره، پلار، ورور ټول ووژل شول، زموږ کور وران شو.»

هرات او هراتیان سختې ورځې او شپې تېروي. د دوی هیله دا ده چې نړیواله ټولنه او مرستندویه سازمانونه ژر تر ژره له دوی سره مرسته وکړي.