افغانستان

په دایکندي کې د طالبانو له‌خوا د نسیم راډیو د مسوول مدیر او دوو خبریالانو بیا نیول کېدل

په دایکندي کې سرچینې وايي چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو یو ځل بیا د دې ولایت په مرکز نیلي ښار کې د «نسیم راډیو» مدیر مسوول سلطان علي جوادي او دوه خبریالان سیف الله رضایي او مجتبی قاسمي نیولي دي.

د ځایي سرچینو په وینا، دا کسان د غرمې په دوولسو بجو (شنبې د تلې په ۱۵مه) نیول شوي او په دایکندي کې د طالبانو استخباراتو ریاست ته لېږدول شوي دي.

د سرچینو د معالوماتو پر بنسټ، تېره ورځ غرمه مهال د لومړی د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس په نیلي کې د راډیو نسیم دفتر ته ورغلی او له هغې وروسته د دې ډلې د استخباراتو ځواکونه دغې رسنۍ ته د ننه شوي او مسوول مدیر او دوه خبریالان یې نیولي دي.

په دایکندي کې د طالبانو ځایي مسوولینو تراوسه ددغو خبریالانو د نیول کېدو په اړه څخه نه دي ویلي.

طالبان کابو لس ورځې مخکې هم په دایکندي کې د نسیم راډیو دفتر ته ورغلي وو او ددغې ځایي رسنۍ مسوول مدیر او دوه خبریالان یې نیولي او دفتر یې تړلي و.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د تلې په شپږمه نېټه اعلان وکړ چې دا خبریالان د طالبانو له خوا له پنځه ساعته بند وروسته بېرته خوشي شول، خو د دې رسنۍ دفتر لا هم تړلی دی.

ځایي سرچینې وايي چې ددغې سیمه‌ییزې رسنۍ وسایل او د خبریالانو ګرځنده تلیفونونه هم لس ورځې مخکې د طالبانو له خوا ضبط شوي وو او تراوسه یې بېرته نه دي ورکړي.

په دایکندي کې د طالبانو استخباراتو له دې مخکې د «آفتاب راډیو» او د «سبزها» په نوم ځایي ټلویزیون وسایل ضبط کړي دي.