افغانستان

د هرات زلزلې د تلفاتو شمېر څه د پاسه دوه زره تنو ته ورسېد

د پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند رپوټ ورکړی چې د هرات زلزلې د تلفاتو شمېر څه د پاسه دوه زره تنو ته رسېدلی دی.

که څه هم هغه د پېښې ټپیانو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي خو رویټرز د دغه طالب چارواکي له قوله رپوټ ورکړی چې په دې پېښه کې له نهو زرو زیات کسان ټپیان شوي دي.

په دې لړ کې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د تلفاتو شمېر ۵۰۰ تنه بللی دی.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو ویاند ملاجانان شایق ویلي چې دوه زره او ۵۳ تنه په دې زلزله کې مړه شوي دي.

د هغه په وینا په دې ولایت کې یو زر او ۳۲۹ کورونه زیانمن او یا په بشپړ ډول وران شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا په ریاست کې یوه طالب چارواکي رویټرز ته ویلي چې دغه ولایت بېلابېلو روغتونونو ته څه د پاسه ۲۰۰ مړي لېږدول شوي دي.

له بلې خوا، افغاني سرې میاشتې ټولنې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې زلزله کې څه د پاسه ۴۰۰ تنه مړه شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

دغه بنسټ ویلي چې «د هرات د زنده جان ولسوالۍ دوولس کلي د دې سختې زلزلې له امله سخت زیانمن شوي او اوسېدونکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.»

تېره ورځ له غرمې مخې د یوولسو بجو په شاوخوا کې د هېواد په لوېدیځ هرات ولایت کې د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزله وشوه.

که څه هم د دغې زلزلې د تلفاتو په اړه کره معلومات نشته خو ویل کېږي چې په دې زلزله کې او څو پرلپسې زلزلو کې ګڼ شمېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان ددې پېښې تلفات او زیانونه زړه بوږنونکي بللي او ټینګار یې کړی چې شمېر د بدلون په حال کې دي.

د امریکا د ځمکې پېژندنې مرکز دا زلزله ۶.۳ رېښتره اعلان کړې او د زلزلې مرکز هم د هرات زنده‌جان ولسوالي و.

دغې زلزلې پرله‌پسې څو نورې ۵.۵، ۴.۷ او ۶.۲ درجې زلزلې هم له ځان سره لرلې دي.

هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو اعلان کړی، چې په دې ولایت کې څه د پاسه ۱۰ کلي په بشپړ ډول وران شوي دي.

همداراز خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې د زنده جان ځینې کلي په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

په همدې حال کې تېره شپه د هرات ګڼ شمېر اوسېدونکو شپه په عمومي ځایونو کې سبا کړه.

د هرات په حوزوي روغتون کې سرچینې وايي، چې په دې ولایت کې د پرون زلزلې د قربانیانو شمېر د بدلون په حال کې دی.

یوې سرچینې په لومړنیو راپورونو کې ویلي و، چې هرات کې په دې زلزله کې کابو ۷۰ تنه مړه او تر ۶۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

دا شمېرې تراوسه د مرستندویه سازمانونو او د طالبانو تر کنټرول لاندې دولتی بنسټونو له خوا نه دي تایید شوې.

همداراز ځايي سرچینو ادعا کړې، چې ۱۲ کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. طالبانو بیا د ۱۰ کلیو د له منځه تلو راپور ورکړی دی.

د هرات لپاره د طالبانو والي ویلي، چې د دې ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې نایب رفیع، سیاه‌اب، وردګ ها، کرنیل، سربلند، چاهک، سنجاب او کشکک کلي تخریب شوي او ترټولو زیات تلفات هم له یادو کلیو څخه دي.

هغه له مرستندویه بنسټونو او خلکو غوښتي چې د دې پېښې له ټپیانو سره مرسته وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هرات د پېښو ادارې رییس موسی اشعري د هېواد په لوېدیځ کې د تېرې ورځې د ۶.۳ درجې زلزلې د تلفاتو په تړاو ویلي، چې په دې زلزله کې ۲۰ تنه مړه او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې، پرون د هرات له حوزوي روغتون څخه سرچینو تایید کړه چې تراوسه د دوو ماشومانو په ګډون څلور مړي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د طالب چارواکو په وینا، په فراه او بادغیس ولایتونو کې هم یو شمېر کورونه زیانمن شوي دي.