افغانستان

له هالنډ وروسته؛ په اسپانیا کې د افغانستان سفارت د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره په «کونسلي چارو کې» د تعامل خبر ورکړ

د اسپانیا په مادرید ښار کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې په «کونسلي چارو کې» په کابل کې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دي.

دغه سفارت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه (جمعه د تلې ۱۴مه) یې خپره کړې ویلي چې د افغانستان او د دغه هېواد له خلکو استازیتوب کوي.

په دې اعلامیه کې په اسپانیا کې میشتو افغانانو ته په خطاب کې راغلي: «ګرانو هېوادوالو ته د غوره او پر وخت کونسلي خدماتو د وړاندې کولو په موخه؛ دغه سفارت په کونسلي چارو کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دی او د کونسلي چارو د اسنادو تایید شوي مکتوبونه د معمول په ډول په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته لېږل کېږي.»

دا په داسې حال کې دي چې څو ورځې مخکې په هالنډ کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې په کابل کې يې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکې ټینګې کړې دي.

دغه سفارت په یوه خبرتیا کې ویلي و چې د افغانانو ستونزو ته د رسېدنې او کونسلي خدماتو د وړاندې کولو په موخه د «د افغانستان (طالبانو) د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل» کوي.

هېواده بهر د افغانستان ډېری استازولۍ د هېواد د مخکینيو ديپلوماتانو په واک کې دي او تراوسه د سیمې د هېوادونو په ګډون یو شمېر هېوادونو د طالبانو سفیران منلي دي.

همداراز د مخکیني حکومت یو شمېر دیپلوماتان هم له طالبانو حکم ترلاسه کوي. په دې لړ کې تراوسه هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.