سویلي آسیا

د پاکستان عبوري حکومت په اډیاله زندان کې د عمران خان د محاکمې خبر ورکړ

د پاکستان انتقالي حکومت ویلي چې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د سایفر قضیې یا د ډیپلوماتیک سند د افشا کولو په تړاو محاکمه به په اډیاله زندان کې وشي.

ښاغلی خان اوس په اډیاله زندان کې دی او پاکستاني چارواکو ویلي چې د امنیتي ستونزو له امله به یې محاکمه په همدې زندان کې وشي.

په همدې حال کې د عمران خان مدافع وکیل ویلي چې ښاغلی خان په زندان کې ذهني شکنجه کېږي.

د عمران خان مدافع وکیل نعیم حیدر پنجوتا وايي: «د عمران خان ژوند له سخت ګواښ سره مخ دی، ښایي ورو په خوراکي توکو مسومېدل رامنځ ته شي. هغه په رواني لحاظ تر شکنجې لاندې دی. پر تګ راتګ یې بندیزونه لګول شوي. د شپې موږ ته خبر راغی چې ښاغلی خان له هغې خونې چې په کې ساتل کېده یوې تیاره او ناپاکې خونې ته لېږدول شوی.»

ټاکل شوې یوه ځانګړې محکمه د چهارشنبې په ورځ د سایفر قضیه وڅېړي.

دا قضیه د هغه ډیپلوماتیک سند اړوند ده چې تېرکال عمران خان افشا کړ او ادعا یې کړې وه چې په دې سند کې د متحده ایالاتو له خوا د اسلام اباد پر وړاندې ګواښونه شتون لري چې د ښاغلي خان په وینا په دې لیک کې له واکه د هغه پر لرې کولو ټینګار شوی وو. خو واشنګټن تل دغه ادعا رد کړې ده.

د عمران خان مدافع وکیل علي اعجاز وايي: «په هغه غوښتنلیک کې چې موږ سترې محکمې ته استولی، دا استدلال مو کړی چې ښايي عمران خان په بې کیفیته خوړو مسموم شي، نو له همدې امله باید اجازه ورکړل شي چې هغه ته له کوره خواړه برابر شي. په تېر کې هم د ډېرو بندیانو لپاره دا اسانتیاوې برابرې شوې دي.»

عمران خان تېر کال د دغه هېواد د پارلمان له خوا د نه باور رايې له ترلاسه کولو وروستع د لومړي وزير له څوکۍ لیرې شو.

له هغه وخت راهیسې تراوسه د هغه په وړاندې نږدې ۱۸۹ قضیې ثبت شوي دي.

ښاغلی خان د اګست په پنځمه د دولتي ډالیو د پلورلو په قضیه کې ونیول شو او بیا په درې کاله بند محکوم شو.

که څه هم د اسلام اباد سترې محکمې د ښاغلي خان د بند سزا ځنډولې ده، خو تر اوسه هغه له زندانه نه دی خوشې شوی.