افغانستان

متقي: هڅه کوو د ښځو او نجونو حقونه د اختلاف رامنځته کېدو لامل نه شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، په افغانستان کې د یوه ګډونه حکومت د رامنځته کېدو لپاره د نړۍ غوښتنه یوه نامعلومه غوښتنه ده.

ښاغلی متقي ټینګار کوي، چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو مسله د افغانستان یوه داخلي مسله ده او د اختلافاتو د مخنیوي لپاره به په ځنډ سره حل شي.

خو په همدې حال کې یو شمېر ښځې وايي، طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې بې تفاوته دي او پکار ده چې نړۍ په عملي سره طالبان د ښځو او نجونو د حقونو تامین مجبوره کړي.

د مسکو فارمټ غونډې پای؛ له بي بي سي سره په مرکه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، چې د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره د نړۍ غوښتنه یوه نامعلومه غوښتنه ده.

د مسکو فارمټ غونډې هم د نړۍ د نورو غونډو په څېر له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي: «دا هغه غوښتنه ده، چې تر اوسه چا موږ ته نه ده تعریف کړې، هېچا موږ ته داسې بېلګه نه ده وړاندې کړې، چې د سيمې یا نړۍ د دې هېواد په څېر او يا هم د افغانستان تېرو حکومتونو په څېر. دا يوه نامعلومه غوښتنه ده.»

له طالبانو د مسکو فارمټ د غوښتنې بله برخه د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په ګډون د ښځو او نجونو د ټولو حقونو تامین وو، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دا موضوع د افغانستان د داخلي مسئایلو تر چتر لاندې بندوي او وايي، د اختلافاتو د مخنیوي له امله به دا مسله په ځنډ حل شي. خو هغه اشاره ونه کړه چې د چا ترمنځ اختلافات او په کومه کچه؟

امیرخان متقي زیاتوي: «هر هېواد خپلې ستونزې او لومړیتوبونه لري، زموږ هڅه دا ده، چې زموږ اقدام د اختلاف د رامنځته کېدو لامل نه شي، موږ د یوې معقولې حل لارې په لټه کې یو، د یوې معقولې حل لارې په لټه کې یو، یو لار پیدا کوو که هر څومره په ځنډ وي، خو چې بې خطره او بې جنجاله وي.»

خو په همدې حال کې یو شمېر معترضې ښځې د طالبانو پر سختو پالیسو او محدودیتونو په نیوکې سره وايي چې طالبان د ښځو او نجونو حقونو ته هېڅ پام نه کوي، نو پکار ده چې د دا ډول غونډو تر چتر لاندې پر طالبانو عملي فشارونه راوړل شي.

د افغانستان د ښځو د اتحادیې او پیوستون غړې ماریا نوري وايي: «که نړۍ غواړي چې د افغان ښځو او نجونو حقونه تامین شي، نو د طالبانو پر سرپرست حکومت دې فشار زیات شي. چې حاضر شي د ښځو او نجونو حقونه تامین کړي.»

نړۍ په پرله پسې ډول طالبانو ته ویلي چې که نړیوال مشروعیت غواړي، باید د بشري حقونو اصولو په تېره بیا د ښځو، نجونو او مذهبي اقلیتونو حقونو ته پابند اوسي او یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم مهاله ویلي چې د نړۍ غوښتنې روښانه نه دي.

د افغانستان د ملي کانګرس مشر محمد عیسی اسحاقزی وايي: «حکومتونه نشي کولی، په دیکتاتورۍ او یو فاسد جوړښت سره، په نړیواله برخه کې د ملګرو ملتونو د منشور او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د دفاع لپاره په داخلي توګه ملي او د آزادۍ پروګرامونه وړاندې کړي.»

له دې ټولو سره سره د دې خبرو په یوه بله برخه کې امیرخان متقي د طالبانو پر وړاندې د پاکستان د انتقالي حکومت د لومړي وزیر د وروستیو نیوکو په اړه وویل، چې د رسنیو د کمرو پر وړاندې دا نیوکې له نوي مسوولیت د نا آشنایۍ له امله دي.

په وروستیو اونیو کې د پاکستان د انتقالي حکومت لومړي وزیر په خپل هیواد کې د تحریک طالبان پاکستان د ګواښونو د زیاتیدو پړه د طالبانو پر اوږو واچوله.