افغانستان ښځې

د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د ترهګر برید په تلین کې غبرګونونه

یوناما د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د ترهګریز برید د یو کلنۍ په درشل کې یوناما اعلان وکړ چې د قربانیانو او کورنیو ترڅنګ یې چې له دا ډول پېښو اغېزمن شوي، ودریږي.

د اروپايي هېوادونو په ځينو ښارونو کې هم يو شمېر افغانانو د دغې پېښې د کليزې په مناسبت شمعې بلې کړې او يو ځل بيا يې د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندېدو شعارونه ورکړل.

د دغې پېښې د قربانيانو يو شمېر خپلوان د افغانستان د نوي نسل د حوصلې او سرښندنو پر ساتنې ټينګار کوي، خو له بلې خوا د تېر حکومت د مشرانو جرګې يو شمېر غړي د هغه څه د زياتوالي په اړه چې په ​​افغانستان کې یې د افراطیت ګواښ بولي، سخته اندېښنه لري.

د هزاره وګړو نسل وژنه ودروئ، هغه شعار چې پر کاج ښوونیز مرکز د ترهګریز برید د لومړۍ کلیزې په مناسبت د افغانانو له خوا د اروپايي هېوادونو د یو شمېر ښارونو پر دیوالونو لګول شوی دی.

د افغانستان د ازادۍ لپاره له ژمنتیا او هڅو نیولې له افراطیت سره مبارزه. دا د دې عدالت غوښتنې بله برخه ده.

په افغانستان دننه؛ یوناما یا په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي چې د دا ډول پېښو د قربانیانو له خپلوانو او کورنیو سره ولاړ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ، یا یوناما د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د هغو قربانیانو او کورنیو ترڅنګ یې چې د دې او یو شمیر نورو بې معنا تاوتریخوالو له امله اغیزمن شوي، ودریږو. او په دې پېښه کې تر ټولو ډېرې هزاره پېغلې او ښځې قرباني شوې.»

د کاج ښوونیز مرکز هم د دغې پېښې د ۵۵ قربانیانو انځورونو په خپرولو سره، چې ډېری یې نجونې دي، دا برید د کابل په لویدیځ کې پر ښوونیزو مرکزونو د ترهګریزو بریدونو دوام بللی دی.

د کاج ښوونیز مرکز په اعلامیه کې راغلي: «زړه ماتي پلرونو او غمجنو میندو، دردېدلي ورونو او خویندو په اوښلنو سترګو د خپلې زړه ټوټې خاورو ته وسپارلې، خو د خپلې لارې په حقانیت کې مو ذره شک هم ونه کړ، لکه څنګه چې زموږ د شهیدو عزیزانو او خویندو داغ نه هیریدونکی دی، موږ به په خوشالۍ او ویاړ د دوی لارې او ارمانونو ته دوام ورکوو.»

د دغې پېښې له قربانیانو څخه یوه ۱۸ کلنه مرضیه محمدي وه، د مرضیه محمدي کورنۍ آمو ته وویل چې دا یو کال یې په ډېره سختۍ تېر کړ خو د مرضیې د اهدافو د ترلاسه کولو نه به لاس وانخلي.

د مرضیې محمدي خور حسنیه محمدي وايي: «تېر کال د غزني د جغتو ولسوالۍ د خلکو اتحاديې د هاجر، مرضیې او عليزې په نوم چې درې واړه په کاج کورس شهيدانې شوې وې، یو ښوونځی جوړ کړ. د دې ښوونځي ټول فعالیتونه د غزني د خلکو لپاره وړیا دي.»

د دې پېښې د یو کال پوره کېدو سره د غبرګونونو په دوام کې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ویلي چې دا پیښې به هیڅکله هیرې نه شي.

احمد مسعود وايي: «د کاج د غمجنې او ترهګریزې پېښې د کلیزې یاد دې چې زموږ د ګڼ شمېر هېوادوالو د شهید کېدو لامل شو، تل پاتې وي، دا تراژیدي او دغه پاکې وینې به هېڅکله زموږ هېرې نه شي او ملا مو تړلې چې د هېواد د ټولو خلکو د حق د دفاع لپاره هغه څه چې زموږ وس کې دي، ترسره کړو. روحونه یې ښاد او یاد یې تل پاتې.»

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سید رسول موسوي په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي چې د نړۍ په هیڅ برخه کې نجونې له زده کړو سره د مینې لپاره له وینو او خاورو سره نه دي یو شوي.

د لویدیځې اسیا عمومي مدیر او د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سید رسول موسوي وايي: «د افغان نجونو د زده کړو له حق د دفاع لپاره زما دلیل:
د نړۍ په هيڅ ځای کې نجونې زده کوونکي له زده کړو سرت د مینې په خاطر په دې ډول له وینو او خاورو سره نه دي یو شوې. د ۱۴۰۱ کال د سنبلې ۸ مه د کابل په دشت برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز د ترهګریز برید کلیزه ده. دا چاودنه د لسګونه نجونو زده کوونکو د ټپي کېدو او وژل کېدو لامل شوه.»

په همدې حال کې هغه څه چې اندېښنې یې زیاتې کړي په افغانستان کې د افراطیت د خورېدو وېره ده.

یو کال وړاندې د تلې په اتمه د راپورونو له مخې دوو ځانمرګو بریدګرو داسې مهال چې په کاج ښوونیز مرکز کې د کانکور ازموینه روانه وه، برید وکړ او د دغه ترهګریز برید په پایله کې د کاج ښوونیز مرکز د اعلامیې پر بنسټ ۵۵ تنه ووژل شول او تر ۸۰ زیات نور ټپیان شول.

د یوناما د موندنو پر بنسټ، د دغې پېښې ډېری قربانیان هزاره ښځې او پېغلې وې.

له دې پیښې وروسته د “هزاره وګړو نسل وژنه ودروئ” تر نوم لاندې یو کمپاین هم جوړ شو.