افغانستان

د تخار ولایت په مرکز او ولایتونو کې د روغتیايي خدماتو له کمښته د دې ولایت د اوسېدونکو شکایت

د تخار اوسېدونکي په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي خبره کوي.

د دې ولايت د ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د روغتيايي مرکزونو د نشتوالي له امله خپل ناروغان د تخار مرکز تالقان ښار ته لېږدوي او په دغه مرکز کې هم ناروغانو ته سمه پاملرنه نه کېږي. له دې سره هم مهاله د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د میندو او ماشومانو د مړینې د شمېر له زیاتوالي اندېښمن دي.

حبيب الله د تخار د خواجه غار ولسوالۍ د هزارباغ اوسېدونکی دی او د خپل ماشوم د درملنې لپاره تالقانو ته راغلی دی.

هغه وايي، چې له يوې خوا له بېوزلۍ او بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دى او له بلې خوا يې لس مياشتنى ماشوم ناروغ دى.
هغه ټینګار کوي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د ماشومانو د درملنې لپاره روغتیايي مرکز نشته.

يو شمېر ناروغ لرونکي په خپلو ولسواليو کې د روغتيايي خدمتونو له نشتوالي نيوکه کوي.

د دوی په باور، د تخار په اکثرو ولسوالیو کې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري او اړ دي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره تالقان ښار ته ولېږدوي.

د تخار د چاه اب ولسوالۍ اوسېدونکی حمیدالله وايي: «زموږ په ولسوالۍ کې هېڅ ډول روغتیایي خدمات نشته او له همدې امله مو ناروغان د تخار مرکز ته لېږدوو په دې ځای کې د درملو او روغتیایي خدماتو له کمښت سره مخ یو.»

د تخار د کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکی امان الله وايي: «یوولس ورځې کېږي چې ماشوم مې له کلفګان ولسوالۍ څخه د درملنې لپاره د تخار ولایتي روغتون ته راوستی، خو تراوسه مې د ماشوم روغتیايي وضعیت نه دی شوی او هره ورځ په اندېښنو کې تېروم.»

خو د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ماشومانو په درملنه کې له ډاکټرانو د لا ډېرې پاملرنې غوښتونکي دي.

د تخار اوسېدونکی صدیق الله وايي: «مور مې د تخار له خواجه غار ولسوالۍ څخه ددې ولایت مرکز ته راوستې، خو په دې مرکز کې درمل نشته، موږ د اړتیا وړ درمل له بازار څخه پېرو، زموږ غوښتنه دا ده چې په روغتون کې ناروغانو ته درمل او روغتیايي امکانات برابر کړي.»

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و، چې په افغانستان کې روغتیايي سیستم له جدي خنډونو سره مخ دی او په دې برخه کې د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کافي بودیجه نشته.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق راپور ورکړی، چې په افغانستان کې ۸۷۵ زره ماشومان د خوارځواکۍ له سخت ګواښ سره مخ دي او که له دغو ماشومانو مالي ملاتړ ونه شي، خپل ژوند به له لاسه ورکړي.