سوداګري

د خلکو په ناوړه اقتصادي وضعیت کې د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیو د لوړېدو په اړه اندېښنې

يو شمېر هېوادوال وايي، چې د يو لیتر تېلو بيه له لسو تر ١٥ افغانۍ لوړه شوې او د تېلو د بيو لوړېدو د موټرو کرايه هم لوړه کړې ده.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي په دې باور دي چې د سالنګ لویې لارې تړل کېدو د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې کړې دي.

همایون یو له هغو موټر چلوونکو دی چې د تېلو د بیو لوړوالي یې په کار د پام وړ اغېز کړی دی.

وايي، چې له فقر او بېوزلۍ رنځیږي او د تېلو د بيو لوړېدو یې کارباوبار ترې اخیستی.

دا مهال د تېلو په ډېرو ټانکرونو کې یو لېتر ډیزل تېل په ۸۰ افغانۍ پلورل کېږي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د یو لېتر ډېزل تېلو بیه له ۶۵ تر ۷۰ افغانۍ وه.

یو موټر چلوونکی همایون وايي: «تېل ډېر ګران شوي څومره کار چې کوو د تېلو مصرف کېږي موږ ته څه نه پاتې کېږي.»

د تیلو د بیو لوړیدو د موټرو کرایه هم لوړه کړې ده.

د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په ولسواليو کې د موټرونو کرايه پنځوس افغانۍ لوړه شوې ده.

د تخار اوسېدونکی محمد هارون وایي: «د خلکو اقتصاد خراب دی، باید حکومت کرایې او په بازار کې د تېلو بیې کنټرول کړي.»

د جمهوري نظام له سقوط وروسته ډېری دولتي کارکوونکي په تېره بیا امنیتي ځواکونه بې روزګاره شول او ځینو یې موټر چلولو ته مخه کړه.

يو شمېر ريکشا چلوونکي وايي، چې د تېلو د بيو لوړوالي د دوى پر کار ناوړه اغېز کړى دى.

یو ریکشا چلوونکی احمدالله وایي: «د تېلو بیه ورځ په ورځ لوړېږي په داسې حال کې چې د ډالرو ارزښت ټیټ شوی خو د تېلو په بیه کې کمښت نه دی راغلی، زموږ غوښتنه دا ده چې باید تېل ارزانه  شي.»

افغانستان ته زیاتره تېل، ډیزل او پټرول له روسیې، ازبکستان او ترکمنستان را واردېږي او د آمو سیند د تېلو زېرمه چې اوس یوه چینايي شرکت ته سپارل شوې، د هېواد د تېلو اړتیا نه پوره کوي.