افغانستان

لاوروف: د مسکو فارمټ په ناسته کې به د افغانستان د ستونزو حل‌لارې وارزول شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د مسکو فارمټ غونډه کې به د افغانستان د ستونزو د هواري پر لارو چارو خبرې وشي.

سرګي لاوروف وايي، په دې غونډه کې به په دې اړه چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره څه کولای شي، خبرې وشي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، بې وزلي، له زده کړو او کار د نجونو او ښځو منع کول د افغانستان له مهمو ستونزو څخه دي.

د دې اونۍ تر پایه به د روسیې کازان ښار د مسکو فارمټ غونډې شاهد وي.
ټاکل شوې په دې غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ایران، چین، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو استازي ګډون وکړي.

تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د مسکو فارمټ غونډه کې به د افغانستان ګاونډي هېوادونه د دې هېواد د ستونزو د هواري پر لارو چارو خبرې وکړي.

سرګي لاوروف زیاتوي: «د مسکو فارمټ به د مسکو پر ځای د کازان په [ولګا سیمه] کې ترسره شي. موږ تمه لرو په دې اړه، خبرې وکړو چې ګاونډي هېوادونه څنګه کولی شي له افغانستان سره د اوسنيو ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.»

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو، چې ټول ګډونه حکومتولي او له نشه یي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه به د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې د بحث مهم موضوعات وي.

د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، بې وزلي، وزګارتیا، د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلې پاتې کېدل او همدارنګه په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز د دوی له مهمو ستونزو څخه دي او نړۍ باید د دغو ننګونو د حل لپارع د دوی تر څنګ ودریږي.

خو پوښتنه دا ده چې طالبان به د افغانستان د ستونزو د هواري په اړه له نړیوالې ټولنې سره څه ډول چلند وکړي؟

یو شمېر سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې په تېرو دوو کلونو کې طالبان د افغانستان د ستونزو د هواري په اړه له خپلو دریځونو نه دي په شا شوي. او روسیه هم د دا ډول غونډو په جوړولو سره غواړي، ځان د افغانستان په سیاسي برخه کې فعال وښيي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ آمو ته تایید کړه چې روسیې دوی ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې او ټاکل شوې چې د طالبانو په استازیتوب په دې غونډه کې د دوی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ګډون کوي.

د مسکو فارمټ غونډو بهیر په ۲۰۱۷ کال کې پیل شو. تر اوسه واک ته د طالبانو له راتګ وړاندې د مسکو فارمټ دوه غونډې ترسره شوي او واک ته د طالبانو له راتګ وروسته روسیې د مسکو فارمټ درې نورې غونډې هم ترسره کړي دي.