افغانستان

په افغانستان کې زده کړو او کار ته د ښځو او نجونو د لاسرسي پر حق د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر ټینګار

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په غونډه کې وویل: «افغانستان باید د ترهګرو سازمانونو په امن پټنځای بدل نه شي.»

هغه همداراز د افغانانو د «کړاو د کمولو» لپاره د سیمه ییزو او نړیوالو مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: «موږ زده کړو او کار ته د ښځو د لاسرسي د حق په ګډون د افغانانو بشري حقونو ته د درناوي غوښتونکي یو.»

فیصل بن فرحان آل سعود په افغانستان کې د سولې او امنیت پر ټینګښت په ټینګار سره ویلي چې «دا هېواد باید د ترهګرۍ په امن ځای بدل نه شي.»

تېره ورځ د مالیزیا لومړي وزیر او د مالیې وزیر انور ابراهیم د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې وویل چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو له حقه انکار کول له اسلامي لارښوونو سرغړونه ده.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو په وړاندې توپیري سیاستونه پای ته ورسوي.

ابراهیم د خپلو خبرو په دوام په افغانستان کې بشري ناورین ته په اشارې سره زیاته کړه: «مالیزیا په کلکه په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه لري.»

د عربستان د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې له نړۍ غوښتي چې د افغانانو د «کړاو په کمولو» کې ونډه واخلي چې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې دی چې میلیونونه وګړي پکې له لوږې سره مخ دي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، افغانستان له سوډان وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی چې په هغې کې څه د پاسه شپږ میلیون تنه له سختې لوږې سره مخ دي.