افغانستان ښځې

خپلو حقونو ته د افغان مېرمنو پر لاسرسي د توماس ویست او رینا امیري ټینګار

په نیویارک کې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې د ۷۸یمې ناستې په څنډه کې، توماس ویست له رینا امیري او د افغانستان له یو شمېر ښځینه فعالانو سره کتنه او له هغوی سره یې د طالبانو له خوا د دوی د حقونو د محدودولو په تېره بیا د زده کړو او کار په اړه خبرې کړې دي.

د امریکا ځانګړي استازي پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې په دې کتنه کې د افغان مېرمنو د زده کړو، کار او ګرځېدو په اړه خبرې اترې شوې دي.

له دې سره هممهاله، توماس ویست د پاکستان، ناروې، جاپان او اسلامي همکاریو سازمان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې په افغانستان کې د ښځو له حقونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست وايي: «خوښ یم چې د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره مې د ملګروملتونو د ناستې په څنډه کې خبرې وکړې، موږ ګډو امنیتي ګټو، د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ پر اړتیا او په افغانستان کې له بشردوستانه وضعیته د ملاتړ په هکله خبرې وکړې.»

خو له زده کړو او تحصیل څخه یو شمېر بې برخې شوې زده کوونکې او محصلینې وايي ددغو ناستو ترسره کولو او د اعلامیو خپرول، د طالبانو پر محدودیتونو اغېز نه کوي او د هرې ورځې په تېرېدو افغان ښځې او نجونې د طالبانو له لازیاتو محدودیتونو سره مخ کېږي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له نړیوالې ټولنې غواړي په افغانستان کې د ښځو حقونو د ورکولو لپاره باید پر طالبانو فشار راوړي.

له هغې وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، ښځې د زده کړو، تحصیل او ګرځېدو په برخو کې له محدودیتونو سره مخ شوې.

که څه هم د طالبانو دا محدویتونه د نړیوالې ټولنې له توند غبرګونه سره مخ شوي خو تراوسه په دې اړه د طالبانو په دریځ کې بدلون نه دی راغلی او په وروستي مورد کې طالبانو بند امیر ته د ښځو په ورتلو بندیز لګولی دی.