افغانستان

جان کربي: سپينه ماڼۍ د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره کوم پروګرام نه لري

طالبان د نریوال مشروعیت په تمه، خو ددې تمې لپاره د هېوادونو پرلپسې د رد ځواب دوام لري.

په تازه مورد کې، د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ په خبري ناسته کې وویل، طالبانو له ښځو او نجونو سره د چلند په ګډون حکومتولۍ د څرنګوالي په اړه له نړۍ سره پر خپلو ژمنو نه یوازې عمل نه دی کړی بلکې پرخلاف یې ګامونه اخیستي دي.

د کربي په وینا دا چاره د دې لامل شوه چې واشنګټن، د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ پروګرام ونه لري.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وايي: «موږ طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي. په اوسني وخت کې ددې کار لپاره هېڅ پروګرام نشته، که غواړي مشروع ولیدل شي، باید په مشروع ډول د خپل حکومت د بڼې په تېره بیا ښځو او نجونو په وړاندې چلند په اړه له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي، خو دوی نه یوازې دا کار نه دی کړی بلکې نورې لارې هم غوره کړې دي.»

کربي همداراز په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنو ته په پام سره ویلي، امریکا د ترهګرو ډلو فعالیت چې ښايي د افغانستان د خاورې په کارولو یا نورو ځایونو کې خوځښتونه ولري څاري.

جان کربي د متحده ایالتونو د ادارو پر راپورونو په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې د القاعدې ګواښ کمزوری دی.

جان‌کربي زیاتوي: «د هر ډول ترهګریز ګواښ په اړه، زه فکر کوم تاسو ولیدل چې اطلاعاتي ډلو یوه اونۍ مخکې په دې اړه چې په ډاډ سره د القاعدې ګواښ ډېر کم شوی یوه بیانیه صادره کړې او لیرې ښکاري چې افغانستان ته بیا ورستانه شي. البته موږ نورې ترهګرې ډلې چې کولای شي هلته له ناقانونه فضا او نورو ځایونو ګټه پورته کړي څارو.»

له افغانستانه د امریکا په وتلو او د طالبانو په بیاځلې واکمنېدو سره، افغانان په تېره بیا ښځې او نجونې د بشري حقونو او اقتصادي پلوه ورځ تر بلې له ستونزو سره مخ کېږي، دغو موردونو ظاهرا د افغانستان په وړاندې د امریکا پر سیاست نیوکې زیاتې کړې دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه فرهاد ابرار وايي: «امریکاییان د افغانستان د قضیې په وړاندې بې پامي نه کوي، له همدې امله په بېلابېلو کچو په تېره بیا استخباراتي او امنیتي برخو کې د دواړو لوریو ترمنځ د تعامل لاره فعاله ده، همدا د دې لامل شوي چې امریکا د طالبانو د حکومتولي، بشري حقونو او ښځو د حقونو په برخو کې د طالبانو په وړاندې پرېکنده سیاست او دریځ غوره نه کړي.»

جان کربي په داسې حال کې له افغانستانه پر احتمالي ګواښونو د جدي څارنې خبره کړې چې له دې مخکې د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست په استمسون څېړنیز مرکز کې ویلي و چې واشنګټن په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه اندېښنه لري، خو د هغه په وینا، ټي‌ټي‌پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک د سیمې لپاره لوی ګواښ دی.

له بلې خوا، اسلام آباد په ځلونو د ټي‌ټي‌پي خوځښتونو د زیاتوالي پړه په یو ډول پر افغان طالبانو وراچولې ده.