افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: که بودیجه برابره نه شو کړای، اړ یو چې افغانستانه پرېږدو

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرايي مدیره سندي مک کین وايي چې دا پروګرام په افغانستان کې د اکتوبر میاشتې د تېرولو لپاره کافي بودیجه نه لري او که ونه شي کولای چې بودیجه برابره کړي، اړ دي چې له افغانستانه ووځي.

نوموړې له اې بي سي خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل شپېته کلن تاریخ کې د بودیجې تر ټولو بد کمښت سره مخ شوی دی.

مېرمن مک کین زیاته کړې: «موږ په ناهیلې کوونکي وضعیت کې یو.»

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایي مدیرې د کورونا ویروس خپرېدل، موسمي بدلون او جګړه د خوړو د نړیوال پروګرام بودیجې د کمښت لاملونه بللي دي.

هغې زیاته ویلي چې دا سازمان د افغانستان، بنګلادېش، کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، هائیتي، اردن، فلسطین، سویلي سوډان، سومالیا او سوریې په شان هېوادونو کې د خپلو مرستو د پام وړ کمولو ته اړ شوی دی.

مک کین زیاته کړې چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې «د اکتوبر میاشتې د تېرولو لپاره کافي پیسې نه لري.»

نوموړې ټینګار وکړ: «ترهغه چې ونه شو کولای د افغانستان لپاره کافي بودیجه برابره کړه، باید په بشپړ ډول ترې ووځو.»

د خوړو نړیوال پروګرام پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ددغه هېواد اړمنو ته حیاتي مرستې برابرې کړې دي.

د دغه پروګرام مدیرې په افغانستان کې د بودیجې پر اړتیا په ټینګار سره ویلي چې په اوسني وخت کې په افغانستان کې ښځې کار نه شي کولای او د خوړو نړیوال پروګرام له ښځو او ماشومانو سره مرسته کوي.

د هغې په وینا، د خوړو د نړیوال پروګرام د وتلو پایله به لوږه او قحطي وي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې په افغانستان کې د مرستې رسولو عملیاتو لپاره یو میلیارد ډالري بودیجې ته اړتیا لري.