طالبانو په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ په زابل ولایت کې یوې محکمې د یوې ښځې په ګډون نهه تنه د غلا او جنسي اړیکو د لرلو په تور د خلکو په مخکې په دُرو ووهل.
ددغې اعلامیې له مخې، په دې مراسمو کې چې د نوموړي ولایت په مرکز کلات ښار کې ترسره شول د طالبانو د محکمې رییس نقیب الله اخوند زاده او د زابل یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
په دې بیانیه کې په دې هکله لازیات جزییات نه دي ورکړل شوي.
له هغې وروسته چې د طالبانو مشر د تېر کال په سپتمبر میاشت کې په محکمو کې د شرعي قوانینو اجرا کول اعلان کړل، تراوسه لږترلږه ۳۰۰ تنه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.