افغانستان

ذبیح‌الله مجاهد له آمو سره په خبرو کې ارزګان ته د طالبانو د مشر سفر تایید کړ

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ارزګان له خلکو او سیمه ییزو چارواکو سره د لیدلو لپاره په یو لنډ سفر دغه ولایت ته تللی.

د طالبانو ویاند آمو ټلویزیون ته د خپل مشر دغه سفر تاییدوي او وایي، چې ښاغلي اخندزاده د روزګان له قومي مشرانو، سیمه ییزو چارواکو او دیني عالمانو سره کتلي او هغوی ته یې د ښې حکومتولۍ په موخه سپارښتنې کړې دي.

ملا هبت الله اخندزاده په افغانستان کې د طالبانو د بیت ځلي واکمنۍ له پیل راهیسې د رسنیو د کمرې مخې ته نه دی راغلی او تر ډېره د فرمانونو په صادرولو سره له کندهاره د طالبانو مشري کوي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د جمعې په ورځ په یوه لنډ سفر روزګان ولایت ته ولاړ.

طالبان وايي، د ملا هبت الله د سفر موخه په روزګان ولایت کې د سیمه ییزې حکومتولۍ د څرنګوالي په اړه څېړنه او دغه راز د دغه ولایت له مشرانو او دیني عالمانو سره لیده کاته وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «عالي قدر امیر المومنین تېره ورځ ارزګان ولایت ته سفر درلود او هلته یې له حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل، د دوی ستونزې یې واورېدې او د رسېدنې په اړه یې لازم هدایت ورکړ او ددې ولایت چارې یې له نږدې وارزولې.»

په افغانستان د طالبانو له واک دوه کاله تېرېږي، خو تر اوسه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده په رسمي ډول په هېڅ غونډه کې په ښکاره ډول نه دی حاضر شوی او تل له کندهاره هغه ته منسوب فرمانونه او غږیز پیغامونه خپرېږي.

د طالبانو مشر په تېرو دوو کلونو کې په داسې حال کې له کندهاره فرمانونه صادر کړي، چې ښځې او نجونې وايي، د طالبانو د مشر د دغو فرمانونو اصلي قربانيانې دي.
نجونې زده کوونکي او محصلينې وايي، چې د طالبانو د فرمانونږ او پالیسیو قربانيانې دي او دا دوه کاله يې په بشپړه بې برخلیکۍ کې تېر کړي دي.

یوه محصله مریم وايي: «زه یوه محصله یم چې د پوهنتون د تړل کېدو له امله یو کال مخکې له زده کړو بې برخې شوم، وزګاره، بې روزګاره او په کور ناسته یم، ورځ په ورځ له روحي پلوه زیانمنېږم او له بده مرغه محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي. موږ د طالبانو حکومت له مشرتابه غواړو چې په خبرپاڼو کې چې ورکوي یې د ښځو حقونه خوندي شي، دا محدودیتونه لیرې کړي ترڅو په واقعي توګه د ښځو حقونه ورکړل شي.»

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په داسې حال کې روزګان ولایت ته سفر کړی چې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال په پټه کې ژوند کوي او د رسنیو پر وړاندې د هغه نه څرګندېدل او په غونډو کې د هغه ښکاره نه ګډون د ډېرو نیوکو سره مخ دی. د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر هم هېڅکله د رسنیو پر وړاندې ته نه دی راڅرګند شوی، او د ملا هبت الله په څېر یې د فرمانونو په صادرولو د طالبانو مشري کوله.