افغانستان

پنټاګون له هغو ۲۴ امریکایي پوځیانو سره د مرکې حکم وکړ چې پر کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید پرمهال هلته موجود وو

د پنټاګون د مرکزي قوماندانۍ له هغو ۲۴ امریکایي پوځیانو سره د مرکې حکم وکړ چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه له ګډوډۍ ډک وتلو پرمهال د کابل له هوايي ډګره بهر یې د ځانمرګي برید پرمهال حضور درلود.

پنټاګون په دې اړه وايي چې د مرکې د ترسره کولو فرمان د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د رییس جنرال اریک کوریلا له خوا صادر شوی دی.

دا مرکه به په داسې حال کې ترسره شي چې پر دې نیوکې زیاتې شوې چې دا مرګی برید شنډېدای شوای.

یو پوځي چې په دې چاودنه کې ټپي شوی وايي چې د امریکا دفاع وزارت له هغه سره هېڅکله مرکه نه ده کړې او ټینګار یې کړی چې ددې برید مخنیوی کېدای شوای.

له دغو سرتېرو سره تراوسه خبرې نه دي شوې او موخه یې هم ددې برید په هکله د نویو یا بل ډول معلوماتو ترلاسه کول دي چې په هغې کې دیارلس امریکايي پوځیان او لسګونه افغانان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.