افغانستان

په هرات کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې د دوو تنو وژل کېدل

په هرات کې سرچینې وایي چې ددې ښار په نهمه ناحیه کې یو سړی له خپلې لور سره د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی.

د سرچینو په وینا دا پېښه پرون ماسپښين (چهارشنبې د وږي په ۲۲مه) د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند پای منار سیمه کې شوې ده.

دغه کس محمد ایوب نومېده او څه موده مخکې له خپلې کورنۍ سره له غوریان ولسوالۍ څخه هرات ښار ته راغلی و.

نوموړی له خپلې لور سره د هغه پر کور د وسله والو په برید کې وژل شوی او د سرچینو په وینا، ددې کورنۍ یوه بله لور سخته ټپي شوې او په روغتون کې بستر ده.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند نثار احمد الیاس د دغه پلار او لور د وژل کېدو په تایید سره ویلي چې دا پېښه د وسله والو غلو له خوا شوې ده.

د نوموړي په وینا، غله په تېښته بریالي شوي خو د تورنو د موندلو لپاره د طالبانو د پلټنې عملیات روان دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د هدفي او مرموزو وژنو پېښې زیاتې شوې، څه موده مخکې هم وسله والو په هرات کې د یوې روغتیاپالې او د هغه د ورور ستوني پرې کړي او تښتېدلي وو.