افغانستان

د توماس ویست: طالبانو څلور امریکایي بندیان خوشي کړل او د نورو د آزادولو لپاره د خبرو په حال کې یو

واشنګټن ډي سي کې سټمسون څېړنیز مرکز د سه‌شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ کوربه و.

د ښاغلي ویسټ خبرې د افغانستان د امنیتي، بشري حقونو او اقتصادي موضوعګانو په چورلیز څرخېدلې.

دغه امریکایي چارواکی وايي، چې ۴ امریکايي وګړي د طالبانو له زندانه خوشي شوي او واشنګټن د نورو زندانیانو د خوشي کولو لپاره هم له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکوي.

توماس ویسټ وايي: «د نیول شویو امریکایانو په اړه، موږ په تعامل کې وو او څلور امریکایان بېرته راستانه شوي. تر اوسه هم څو امریکایان د طالبانو په بند کې دي، چې موږ باوري یو په تېروتنې سره نیول شوي دي.»

د ښاغلي ویسټ په وینا، طالبانو د داعش اته قوماندانان وژلي خو افغانستان کې د داعش شتون د متحده ایالاتو لپاره یوه د اندېښنې وړ موضوع ده.

ټام ویسټ ټي‌ټي‌پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک د سیمې لپاره لوی ګواښ ګڼي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي: «د پاکستاني طالبانو تحریک هغه ډله ده چې د سیمې ثبات یې له لوی ګواښ سره مخ کړی. موږ پاکستان کې د دوی د بریدونو د پام وړ زیاتوالي شاهد وو.»

ښاغلی ویسټ د خپلو خبرو په بله برخه کې ټینګار کوي چې ۹۷ سلنه افغانان په بېوزلۍ کې ژوند کوي او وايي، چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

نوموړی زیاتوي: «وضعیت د خبریالانو لپاره لا زیات خطرناک او محدودوونکی دی. د بشري حقونو فعالان نیول او شکنجه شوي او نورې خپلسرې کړنې. په افغانستان کې سوله‌ییز اعتراضونه سخت خطرناک دي. ځمکې د طالبانو او نورو له خوا په زور غصب شوې دي. هزاره‌وګړي او نور مذهبي لږکي له بېځایه کېدو، ځورونې، څارنې او د بشري حقونو له سرغړونې سره مخ دي.»

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو او د متحده ایالاتو له وتلو وروسته ځینې نیوکې رامنځته شوې چې واشنګټن د افغانانو د ژوند وضعیت ته په نه پاملرنې له طالبانو سره د تعامل له سیاسته کار اخلي.

امریکا د ۲۰۲۱ د اګسټ پر ۳۱ افغانستان پرېښود، که څه هم سپینې ماڼۍ د بایډن ادارې له پرېکړې په پرله‌پسې دفاع کولو دا وتل د امریکا د ترټولو اوږدې جګړې پای بللی، خو په وروستي مورد کې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ پخواني مرستیال مایک پنس له افغانستانه د امریکا وتل د امریکايي سرتېرو وینو ته سپکاوی وباله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان له پرېښودو وروسته د امریکا دښمنان زړور شوي دي.