سویلي آسیا

محکمې د سپتمبر تر ۲۶مې پورې د عمران خان او شاه محمود قریشي د بند موده وغځوله

په اسلام اباد کې ځانګړې محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مرستیال شاه محمود قریشي د توقیف موده د سپټمبر تر ۲۶مې وغځوله.

ښاغلی خان او قریشي چې دا مهال په زندان کې دي، د محرم لیک د افشا کولو په تړاو محاکمه شوي.

د سایفر دا لیک په واشنګټن کې د اسلام اباد سفارت اسلام اباد ته استولی و او د عمران خان لاس ته لویدلی دی.

عمران خان وايي، په دغه لیک کې خبرداری ورکړل شوی وو چې که اسلام اباد خان له واکه لرې نه کړي واشنګټن به د پاکستان پر ضد اقدامات وکړي.

په اسلام اباد کې یوې ځانګړې محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مرستیال شاه محمود قریشي د توقیف موده د سپټمبر تر ۲۶مې غځولې ده.

عمران خان د روان کال د اګست میاشتې په لومړیو کې د دولتي ډالیو د پلورلو په قضیه کې ونیول شو او تراوسه په زندان کې دی.

خو پاکستاني پولیسو شاه محمود قریشي په لاسونو کې د کړیو او زنځیرونو سره ځانګړې محکمې ته حاضر کړو.

د ښاغلي خان او قریشي د توقیف موده د سایفر قضیې یا د پټ ډیپلوماتیک لیک د افشا کولو په تړاو وغځول شوه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي وايي: «زه په ډاډ سره وایم چې زه په هر حالت کې دې هیواد ته وفادار وم، یم او اوسم به. که ما له خپل هیواد سره خیانت کړی وي، ما په دار وځړوئ.»

د سایفر لیک هغه لیک دی چې په واشنګټن کې د اسلام اباد د سفارت له خوا اسلام اباد ته استول شوی او د عمران خان لاس ته لویدلی دی.

عمران خان وايي، په دغه لیک کې خبرداری ورکړل شوی وو چې که اسلام اباد خان له واکه لرې نه کړي واشنګټن به د پاکستان پر ضد اقدامات وکړي.

خو واشنګټن تل د ښاغلي خان دغه ادعاوې رد کړې دي.

خږ عمران خان او شاه محمود قریشي د دغه محرم لیک د افشا کولو له کبله په ملي خیانت تورن شوي دي.

د عمران خان او شاه محمود قریشي حقوقي ډلې ویلي چې د سپټمبر په ۲۶مه به یو ځل بیا دې قضیې ته رسېدن وشي.

د عمران خان د حقوقي ټیم غړی عمیر نیازی وايي: «تېره شپه حکومت یو ځل بیا د محرم لیک د افشا کولو په تړاو د زندان د محاکمې اعلان وکړ او بیا د اټک په زندان کې دوسیې ته رسېدنه ترسره شوه او د دوسیې اورېدنه د سپټمبر تر ۲۶مې وځنډول شوه.»

عمران خان تېر کال له واکه لیرې شو. له هغه وروسته په ټول پاکستان کې لسګونه مظاهرې وشوې او د عمران خان پر ضد هم په محکمه کې شاوخوا ۱۸۰ دوسیې ثبت شوې، چې تر ټولو لویې یې د دولتي ډالیو د پلورلو او د محرم لیک د افشا کولو قضیې دي.