افغانستان

مک‌کال د بایډن دولت له درېیو چارواکو له افغانستانه د «ګډوډۍ ډک» وتلو په اړه پوښتنې کوي

د امریکا د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایکل مک‌کال له افغانستانه د بایډن دولت «له ګډوډۍ ډک او مرګوني» وتلو په اړه ددې کمیټې د پلټنو په دوام غواړي د ملي امنیت شورا د ستراتیژيکو اړیکو له همغږي کوونکي جان کربي او د سپينې ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت له مخکینیو ویندویانو جن ساکي او ند پرایس څخه مرکې واخلي.

هغه تازه د لیکل شویو مرکو د نورو برخو غوښتنه کړې ده.

مک‌کال ویلي: «له دې امله چې زما کمیټه له افغانستانه له ماتې ډک وتلو لپاره د ځواب په لټه کې ده، ډېره اړینه ده، له هغو کسانو چې د دولت په توګه یې عمل کاوه واورم.»

هغه زیاته کړه: «د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې هغه بېلابېل پيغامونه چې دغو کسانو د امریکا خلکو ولېږدول، په سیمه (افغانستان) کې یې له وضعیت سره توپير درلود. د دې وخت رارسېدلی چې دا چارواکي راشي او زموږ د طلايي ستورو (وژل شویو سرتېرو) کورنیو – د امریکا خلکو- ته چې د اورېدو حق لري، ځوابونه ورکړي.

مک‌کال همداراز د امریکا له دغو برحاله او مخکینیو چارواکو غوښتي چې د سپتمبر تر اتلسمې له دغې کمیټې سره د مرکې لپاره چې ټاکل شوې ولیکل شي په اړیکه کې شي.