افغانستان

مایک پنس: له افغانستانه وتل د امریکایي پوځیانو وینې ته سپکاوی و

د سپټمبر د یوولسمې پېښې دوه‌ویشتمه کلیزه چې امریکا یې د افغانستان تر جګړې راورسوله، په دې ورځو کې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د دریځ نیولو فرصت یو ځل بیا زیات کړی دی.

په ترټولو تازه مورد کې د امریکا د ولسمشرۍ مخکیني مرستیال مایک پنس د امریکا له فاکس نیوز سره په مرکه کې له افغانستانه د متحده ایالاتو وتل د امریکايي سرتېرو وینو ته سپکاوی وباله.

د امریکا د ولسمشرۍ مخکینی مرستیال مایک پنس وايي: «له افغانستانه غمیزه راوړنکي وتل د امریکايي سرتېرو قربانۍ ته چې د تېرو دوو لسیزو په لړ کې یې زموږ له ازادۍ دفاع کړې او د امریکا په خاوره کې د بیاځلي لویې ترهګریزې پېښې له رامنځته کېدو په مخنیوي کې یې خپل رول لرلی دی، یو سپکاوی و.»

ښاغلی پنس د هغه څه له امله چې نوموړی یې د بایډن ادارې ضعیف بهرنی سیاست بولي، وايي د متحده ایالاتو دښمنان لا زړور شوي دي.

وروستی امریکايی پوځي دوه کاله مخکې د ۲۰۲۱ د اګسټ پر ۳۱ له افغانستانه ولاړ.

په دې منځ کې د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال امرالله صالح هم پر ایکس لیکلي، چې د امریکايي پوځیانو وتل د نه بښلو وړ ګناه وه چې د ترهګرو د روحیې د پیاوړتیا لامل شوې ده.

د ولسمشرۍ مخکینی مرستیال امرالله صالح وايي: «هغه څه چې امریکا وکړل، یوازې له مسوولیته تېښته نه وه، بلکې یوه د نه بښلو وړ ګناه او د ترهګرو د روحیې پیاوړې کوونکی اقدام و.»

له دې ټولو سره سره، له افغانستانه د امریکا د وتلو او د طالبانو د بیا واکمنېدو دوه کاله کېږي. په دې دوو کلونو کې افغانان په ځانګړې توګه ښځې، نجونې او مذهبي لږکي د بشري حقونو او اقتصادي پلوه له سختو ستونزو سره مخامخ دي.