افغانستان

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: موږ نه منو چې طالبان مو له واکمنۍ سرغړونه وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم لارې د تړل کېدو په اړه یوه اعلامیه کې ویلي چې اسلام آباد نه شي کولای په خپله خاوره کې د طالبانو له‌خوا د هېڅ ودانۍ جوړول ومني.

دغه وزارت ویلي چې دا چاره «ددې هېواد له واکمنۍ سرغړونه ده.»

په دغه اعلامیه کې راغلي چې «د سپتمبر په شپږمه کله چې ددغه ډول ناقانونه رغنیز کار مخنیوی وشو، د سوله‌ییز حل پر ځای طالبانو ډزې پيل کړې او د پاکستان پوځي مرکزونه یې په نښه کړل، د تورخم بېخ بنسټونه یې زیانمن کړل او د پاکستاني او افغان ملکي وګړو ژوند یې له خطر سره مخ کړ.»

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې دا ډول اقدامات «په هېڅ ډول شرایطو کې د توجیه وړ نه دي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې پر پاکستاني پوځیانو د طالبانو ډزې کول «ترهګرو عناصرو ته» زړورتیا ورکوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې: «دا عناصر د ننه په افغانستان کې له داسې پټنځایونو برخمن دي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د څارنې او ملاتړ ډلې په وروستي راپور کې تایید شوي دي.»

له پنځو ورځو راهیسې تورخم لاره د تګ راتګ او ترانزیت پرمخ تړلې ده.

دا لاره له هغې وروسته وتړل شوه چې د طالبانو له خوا د یوې پوستې د جوړولو پر سر شخړه رامنځته او دواړو لوریو نښته وکړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آمو ته تایید کړه چې په دې نښته کې یو طالب مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.