ورزش

د خپل امریکایي سیال په وړاندې د نصرت حق‌پرست بری

د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړی نصرت حق‌پرست وتوانېده د «یو اېف سي» ازادو سیالیو په چوکاټ کې لانډن کوئینونز ته ماته ورکړي.

دغه لوبه د وږي د یکشنبې په سهار د استرالیا په سیدني ښار کې ترسره شوه او حق‌پرست په درېیو پړاوونو کې خپل سیال ته ماتې ورکړه.

هغه په یوه ویډیويي پيغام کې چې د «ام ام اې مبارزو» سازمان له نوموړي څخه خپور کړی ویلي د مراکش د زلزلې له امله نه شي کولای سل په سلو کې خوښي وکړي.

نوموړی دا زلزله «زړه بوږنونکې» بللې او د دغه هېواد له خلکو سره یې همدردي ښودلې ده.

د آزادې سیالۍ دغه افغان لوبغاړي تراوسه شل لوبې ترسره کړې او په خپله کارنامه کې ۵ ماتې او ۱۵ بریاوې لري.