افغانستان

د ملګروملتونو راپور: په افغانستان کې د «متامفتامین» قاچاق زیات شوی

د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملکرو ملتونو دفتر ویلي، افغانستان په نړۍ کې د میتامفیتامین تر ټولو چټک تولیدوونکی هېواد دی، د ملګرو ملتونو دې برخې ویلي، چې د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو له حکم سره سره هم دغه هېواد په نړۍ کې د تریاکو ستر تولیدونکی او د هېرویینو سرچینه ده.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د میتامفیتامین تولید مخ په ودې دی او د دغه نشه یي توکو نیول شوي اندازه په ۲۰۱۷ کال کې له ۲.۵ ټنو څخه په ۲۰۲۱ کال کې ۲۹،۷ ټنو ته لوړه شوې او د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د افغانستان د میتامفیتامین نمونې لیدل شوي دي او له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو یې د قاچاق کچه ۱۲ برابره لوړه شوې ده. ډاکټران د میتامفیتامین کارولو له ناوړه اغیزو خبرداری ورکوي.

که څه هم طالبانو د تریاکو د کښت او تولید او قاچاق پر وړاندې د جدي مبارزې ادعا کړې، خو د نشه یي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر موندنې ښيي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د میتامفیتامین تر ټولو چټک تولیدونکی دی او له ټیټ بیې سره سره هم د نشه یي توکو تولید او قاچاق په دې هیواد کې دوام لري.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر ویلي، چې د طالبانو له خوا د هیروینو د تولید له بندېدو سره سره، په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې یې د نشه یي توکو کاروبار ۱۲ برابره زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې اجرایوي مشر ویلي، له افغانستان او د سیمې له هېوادونو څخه د میتامفیتامین د قاچاق د مخنیوي لپاره بېړنۍ رسېدنې اړتیا ده.

د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د دفتر اجراییوی رییس غاده ولي ویلي: «په افغانستان او سیمه کې د میتامفیتامین د قاچاق زیاتوالی د نشه یي توکو په غیر قانوني بازار کې د پام وړ بدلون په ګوته کوي او سمدستي پاملرنې ته اړتیا لري.»
ډاکټران وايي چې دا ماده ډېر زر روږدې کوونکې ده او په مرکزي عصبي سیسټم دوامداره او ناوړه اغیزې پریږدي.

د طالبانو مشر په داسې حال کې د کوکنارو د کښت او قاچاق پر وړاندې د مبارزې امر ورکړ، چې د مخکیني حکومت چارواکو د کوکنارو کښت او د نشه يي توکو قاچاق د طالبانو د عاید له مهمو سرچینو څخه ګڼلو.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د تریاکو د کښت او قاچاق د مبارزې په اړه د طالبانو مشر ته له منسوب حکم وروسته ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د میتامفتامین په قاچاق کې زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د میتامفیتامین تولید مخ په ودې دی او د دغه نشه یي توکو نیول شوي اندازه په ۲۰۱۷ کال کې له ۲.۵ ټنو څخه په ۲۰۲۱ کال کې ۲۹.۷ ټنو ته لوړه شوې او د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د افغان د میتامفیتامین نمونې لیدل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغه راپور په اړه په رسمي غبرګون نه دی ښودلی.