افغانستان

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه د شانګهای د غړو اندېښنه

د جمعې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان غړو په یوه ناسته کې په یوه آواز د ننه په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی او دا ګواښونه یې واقعي بللي دي.

د قزاقستان د ملي امنیت شورا مرستیال په دې ناسته کې ویلي چې طالبان په تېرو دوو کلونو کې نه دي توانېدلي یو کارنده حکومت جوړ کړي او دا کار د دې لامل شوی چې ترهګر په افغانستان کې خپل حضور او فعالیت ته لېواله شي.

د قزاقستان د ملي امنیت شورا مرستیال رسلان سیسیمبایف وايي: «د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، کله چې طالبانو کابل ونیوه، نه دي توانېدلي تراوسه یو کارنده او اغېزناک دولت جوړ کړي او په پایله کې یې افغانستان په سیمه کې په داسې هېواد بدل شوی چې نړیوال ترهګر ورته لېواله شوي دي.»

د شانګهای د همکاریو سازمان چې په ۲۰۰۱ کال کې د چین او روسیې له خوا جوړ شوی، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، اوزبکستان، هند، پاکستان او ایران یې دایمي غړي دي – هغه هېوادونه چې په دې ناسته کې یې، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې او القاعدې حضور او فعالیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د قزاقستان د ملي امنیت شورا مرستیال وايي چې له دې مخکې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر ۵۰۰ تنه و، خو د نوموړي په باور اوس یې شمېر څه د پاسه شپږ زره تنو ته زیات شوی دی.

اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې آیا طالبان د نړیوالو ترهګرو په وړاندې د مبارزې توان لري؟

د شانګهای د همکاریو سازمان یو بل غړی هېواد پاکستان په افغانستان کې د طالبانو تحریک غړو د فعالیت په اړه اندېښنه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي د پاکستان پوځي مرکزونه د افغانستان له خاورې ګواښل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ وايي: «پاکستان د وروستي برید او پر پوځي مرکزونو د ترهګرو بریدونو په اړه اندېښنه لري، موږ د افغانستان له موقت حکومت سره د خبرو په حال کې یو، د پاکستان په وړاندې مو د هغو ترهګرو ګواښونو په هکله چې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.»

له بلې خوا ویل شوي چې اسلام آباد په چترال سیمه کې د پاکستاني طالبانو د برید له امله په اسلام آباد کې د طالبانو سفیر وربللی دی.

د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه اندېښنې په داسې حال کې تل د سیمې او نړۍ هېوادونو له خوا مطرح کېږي چې طالبانو ویلي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پرخلاف ونه کارول شي او په افغانستان کې یې د ترهګرو شتون او فعالیت رد کړی دی.