افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: له ۲۱ میلیونه وګړو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

تر ۲۰ میلیونه زیات وږي خلک؛ د نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخې، په داسې هېواد کې چې له بشري ناورین سره لاس و ګرېوان دی. لږترلږه ۱۳ میلیونه اړمنو ته د خوړو نړیوال سازمان خواړه رسوي. د سږ کال له اپرېل څخه تر پرونه د بودیجې د کموالي له امله، ۱۰ میلیون تنه د خوراکي توکو له ترلاسه کولو وایستل شول.

ملګري ملتونه وايي، اوس‌مهال یوازې ۳ میلیونه اړمنو افغانانو ته خوراکي مرستې رسېږي او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره چې د یخنۍ موسم هم رارسېږي، ۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده ترڅو د خوړو نړیوال پروګرام ۲۱ میلیونه بېوزلو ته بیړنۍ او خوراکي مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق وايي: «د خوړو نړیوال پروګرام د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره، د خوراکي مرستو او د ژغورنې لپاره د تغذیې او همداراز ژوندانه د ملاتړ په برخو کې ۲۱ میلیونه وګړو ته د رسېدنې په موخه یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.»

د خوړو نړیوال سازمان ویلي، بشري ناورین تر سیاسته اړین دی او باید پر افغان ښځو او ماشومانو تمرکز وشي. اوس‌مهال دغه سازمان کولای شي له هرو پنځو کسانو یوازې یوه ته خوراکي مرسته ورسوي، په داسې حال کې چې تېر کال یې هم‌مهاله ۲۳ میلیون تنو مرستې رسولې.

افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مدیره هسیایو وي لي وايي: «موږ له پنځو کسانو څخه چې هره شپه وږي ویده کېږي، یوازې له یوه څخه د ملاتړ وس لرو.»

په دې لړ کې د لوږې پروړاندې د مبارزې نړیوال سازمان هم ویلي، چې ډېری افغانان له څو کلونو نښتو، بېځایه کېدو او لوږې وروسته پر خپګان اخته شوي او د تېرو کلونو په پرتله د دې کسانو شمېر د پام وړ زیاتوالی موندلی.

د بامیان اوسېدونکی محمد زمان وایي: «څو وخته مخکې په بامیان کې مرستندویه بنسټونه زیات وو او خلک له مرستو برخمن کېدل، خو څه موده کېږي چې مرستې بندې شوې دي.»

د ژمي په رانږدې کېدو له دوه میلیون تنو سره مرستې درېدلې، په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، زیان‌منوونکې کورنۍ به د لوږې، ناروغۍ او ان د احتمالي مړینې له ګواښ سره مخامخ شي.

په دې منځ کې د اسټرالیا ملي پوهنتون یوه مقاله کې لیکلي، چې د طالبانو او لوېدیځ ترمنځ له دښمنۍ ډکو سیاستونو افغانان له دې ډول شرایطو سره مخ کړي دي. دغه پوهنتون ویلي، د ژمي په موسم کې د ډله‌ییزې لوږې او قحطۍ له ناورین څخه د مخنیوي لپاره باید طالبان او نړیواله ټولنه چې د مرستو بهیر اداره کوي، له یو بل سره همکاري او د خلکو لاسنیوی وکړي.