افغانستان

د بشري او مدني حقونو ۶۳ سازمانونه د طالبانو د بشري حقونو جنایتونو د مستند کولو غوښتونکي شول

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا راتلونکي اونۍ په جینوا کې ناسته ترسره کوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو ناورین به یې د اجنډا یوه برخه وي.

ددې ناستې په درشل کې، د بشري او مدني حقونو ۶۳ بنسټونو په یوه لیک کې له ملګروملتونو غوښتي چې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان کې د بشري جنایتونو د خپلواکې څېړنې او مستند کولو لپاره کړنلاره رامنځته کړي او ترڅنګ یې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه تعقیب کړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو برخې مسووله هیدر بار وايي: «د بشري حقونو د څار بنسټ د بشري حقونو له نورو بنسټونو سره په چټکه توګه له شورا غواړي چې په افغانستان کې د جنایتونو اړوند شواهدو د راټولولو او خوندي کولو لپاره تازه کړنلاره رامنځته کړي.»

د بشري حقونو بنسټونه غواړي په تازه کړنلاره کې، په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې او جنسیتي ځورونې، دوسیو جوړولو او له بشري حقونو د سرغړونې اړوند سندونو د ساتنې په ګډون له بشري حقونو د سرغړونې پنځه موردونه شامل وي، همداراز د راتلونکي تعقیب لپاره د جنایتونو مستند کول، د جنایتونو او بشري حقونو د سرغړونې د عاملینو په ګوته کول او د ځواب ویلو او له سزا د معافیت د پای ته رسولو لپاره سپارښتنې.

د جنایتونو او له بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو لپاره د تازه کړنلارې رامنځته کولو وړاندیز:
۱.  له بشري حقونو او بشردوستانه نړیوالو قوانینو د سرغړونې او د جنسیتي ځورونې په ګډون نړیوالو جنایتونو د ټولو موردونو ارزول
۲.  د شواهدو راټولول، ارزول او څېړل او د دوسیو برابرول، د دغو سرغړونو او ناوړه استفادې اړوند اسنادو ساتل له هغې جملې جنسیتي اړخونه یې؛ هر ډول راتلونکي قانوني بهیر ته په پام سره او د ځواب ویلو لپاره یې هڅې
۳.  اړوند معلومات او شواهد مستند او تایید کړئ
۴.  د امکان په صورت کې د مسوولو کسانو او بنسټونو په ګوته کول
۵.  له سزا د خوندیتوب د پای ته رسولو په موخه د سپارښتنو وړاندې کول او د ځواب ویلو تضمین

د ښځو د حقونو فعاله شفیقه رزمنده وايي: «زموږ د ولس په تېره بیا افغان مېرمنو په وړاندې بشري ضد جنایتونه مستند او د سزا له نړیوالې محکمې غواړم چې دغو بشري ضد او له بشري حقونو د سرغړونې جنایتونو ته رسېدنه وشي.»

د بشري حقونو د څار بنسټ او د بشري حقونو نورې ادارې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې او جنایتونو د مستند کولو لپاره یوازې د ملګروملتونو د بشري حقونو د ځانګړې راپور ورکوونکي شتون بسندویه نه ګڼي او له همدې امله د داسې کړنلارې په لټه کې دي ترڅو ټول موردونه په سمه او دوامداره توګه تعقیب شي. له بلې خوا، د ښځو حقونو فعالانې د افغان مېرمنو په وړاندې د جنسیتي اپارتاید په رسمیت پېژندلو غوښتونکې دي.

له دې مخکې یوناما هم په یوه راپور کې په افغانستان کې د بشري ناروین په اړه خبر ورکړی و او ویلي یې و چې د ښځو له حقونو د سرغړونې ترڅنګ، د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې د طالبانو له خوا د مخکینیو پوځیانو اته سوه د قتل، نیولو او شکنجې پېښې شوې دي. خو طالبانو دا ټول تورونه رد کړي دي.