افغانستان

کابل ته د اسلامي همکارۍ سازمان د پلاوي سفر

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د افغان ښځو د زده کړو او کار پر بیا پیلولو ټینګار وکړ.

دغه سازمان چې د نړۍ اسلامي هېوادونه یې تر یوه جوړښت لاندې راټول کړي دي، ویلي چې له طالبانو سره د ښځو د زده کړو او کار، د اعتدال او زغم اسلام په اړه خبرو ته دوام ورکوي. خو طالبانو د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره له لیدنې وروسته د ښځو د زده کړو او کار حق ته هېڅ اشاره ونه کړه.

په وروستۍ مورد کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سرپرست خالد حنفي چې پر ښځو د ډېرو محدودیتونو د لګولو مسوول دی، د دغه سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې له طالبانو سره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ غوښتونکی شو، خو ښځې بیا وايي چې اسلامي هېوادونه دې د خبرو پر ځای پر طالبانو فشار راوړي.

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی کابل ته تللی او له طالبانو سره د افغان ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه په خبرو بوخت دی. د ستر اسلامي سازمان پلاوی چې اسلامي هېوادونه يې تر یو چتر لاندې راوستي دي. دغه سازمان وايي، د دوی پلاوي له طالب چارواکو سره د ښځو د زده کړو او کار حق، د اعتدال او زغم اسلام په اړه خبرې کړي او د هغوی دریځ یې هم اورېدلی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغان ښځو د زده کړو او کار د غوښتنې په اړه ظاهراً مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی او له همدې امله یې په دې اړه له طالب چارواکو سره د خبرو پر دوام ټینګار کړی دی.

د بشر حقونو فعاله کریسټینا عزیزي وايي: «پر ښځو د زیاتیدونکو محدودیتونو پر وړاندې باید یوه نړیواله اجماع رامنځته شي او د دې تیارو او بدلونونو مخنیوی دې شي چې د ښځو ژوند ته داخلې شوي دي.»

طالبانو د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره د طالبانو د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي د خبرو په اړه معلومات ورکړي. خو د ښځو د زده کړو او کار په اړه بحث ته یې هېڅ اشاره نه ده کړې. داسې ښکاري چې طالبان د ښځو د زده کړو او کار د حقونو په اړه د تر ټولو لوی اسلامي سازمان له نظرونو سره هم همغږي نه دي.

په وروستي مورد کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر او پر ښځو د بندیزونه لګولو څېرې خالد حنفي، د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره لیدلي او له هغوی یې غوښتي چې د طالبانو ملاتړ وکړي.

د ښځو حقونو فعاله صنم کبیري وايي: «په اسلام کې ښځو ته حقوق او لومړیتوب ورکړل شوی. هیله لرم چې دا منځګړیتوب اغېزمنه پایله ولري. ځکه د طالبانو له واکمنۍ دوه کاله تېریږي، خو د نړۍ د فشارونو سره هم ښوونځي نه دي پرانیستل شوي او طالبانو اجازه نه ده ورکړې چې ښځې په ټولنه کې فعالیت ولري.»

زده کړې او کار په اسلام کې د ښځو له اساسي حقونه بلل کیږي، خو له دې سره هم په افغانستان کې ښځې د طالبانو په امر له دغو دوو حقونو بې برخې او په کور ناستې دي. د زده کړو او کار له مسایلو پرته د ښځو پر وړاندې د بندیزونو شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي. تر دې حده چې یو ملي پارک ته د ښځو ورتګ هم منع شوی دی.

په وروستي مورد کې، پرون نجونو ته د طبي شورا په ازموینه کې هم د ګډون اجازه ور نه کړل شوه، هغه ازموینه چې د طبي دورې له پای ته رسولو وروسته د تخصص بشپړولو او ډاکټر کېدو لپاره یو شرط دی.