افغانستان

د کابل د سقوط پرمهال په هوايي ډګر کې د امریکا له پوځي الوتکې د انسانانو غورځېدل

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو او د پخواني حکومت له سقوط دوه کاله وروسته خلک لا هم د جمهوريت د سقوط او د وتلو د بهیر ستونزمنې ورځې یادوي.

د لېږد د بهیر پر مهال پر یوې امریکایي نظامي الوتکې د خلکو هجوم او د دغې الوتکې له وزرونو د څو تنو ځوانانو د غورځېدو صحنه په نړۍ کې مشهوره شوه، خو له دغو قربانيانو د یو کورنۍ یې وايي، امريکايي ځواکونه د دې پېښې مسوول دي. او امریکایانو نه یوازې دا چې دوی ته تاوان ورنه کړ، حتی د قربانیانو له کورنیو سره یې یوه خواخوږي هم ونه کړه.

د دغه ځوان پلار وايي، زوی یې پنځه ویشت کاله عمر درلود او د غاښونو ډاکټر و.

د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خلک د کابل هوايي ډګر په لور رهي شول چې د وتلو په بهیر کې برخه واخلي.

کله کله به د دغو کسانو کنټرول د بهرنیو ځواکونو له لاس هم ووت او ټولو به هغو الوتکو ته ځانونه ور نږدې کول چې د پرواز په حال کې به وې.
دا صحنه د نړیوالو رسنیو سرټکی شو.

یو له هغو کسانو چې ځمکې ته وغورځېد ۲۵ کلن فدا محمد و – هغه ځوان چې د د غاښونو ډاکټر و او تازه یې واده کړی وو.

د فدا محمد پلار پاینده محمد وايي: «حقیقت دا دی، تر هغې چې موږ پوهیږو، هغوی نزدې وو چې په الوتکه کې سپاره شي، دروازه تړل شوې وه او د تلو لپاره یې لار نه درلوده پرته له دې چې وزر ته پورته شي. هغه ځای چې له ځمکې اته متره پورته وو. دروازه بنده وه. خلکو فکر کولو چې دوی کولی شي لاندې راکیوځي یا دروازه خلاصه ده کولی شي دننه راشي.»

هغه وايي، ټوله پانګه یې د زوی په زده کړو لګولې وه چې د غاښونو ډاکټر شي. نوموړی د امریکايي ځواکونو دا کار د بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې بولي.

نوموړی زیاتوي: «دوی (د فدا په څیر ځوانان) نه پوهیدل چې هغوی (د متحده ایالاتو پوځ) بشري حقونو ته ارزښت نه ورکوي. هغوی پر بشري حقونو ټینګار کوي، خو عمل پرې نه کوي.»

خو د داعش خراسان څانګې دا برید د دې لامل شو چې د وتلو بهیر ودرول شي – هغه برید چې په کې ۱۳ امریکايي پوځیان او تر سلو ډېر ملکي افغانان ووژل شول.

امریکا یې په غچ کې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ – هغه برید چې په کې د یوې کورنۍ لس غړي ووژل شول او وروسته د متحده ایالاتو دفاع وزارت ومنله چې هدف یې غلط کړی وو.

د احمدي کورنۍ ګاونډی شبیر وايي: «په خپله خونه کې وم چې د چاودنې غږ راغی او زموږ کور په لړزېدو شروع وکړه. کله چې بهر لاړم، پام مې شو چې دوړې او لوګي پورته شوي. بیا له حویلۍ کوڅې ته لاړم، کله چې دروازې ته ورسیدم. په کوڅه کې، هر څه د سوځېدلو شیانو په څېر وو، هغه ټپیان شوي ګاونډیان مو چې د حوېلۍ په یو څنډه کې پراته ول وژغورل. هر څه د سکرو په څیر شوي وو.»

خو دا یوازې د افغانانو نیوکې نه دي، بلکې د امریکا کانګرس هم له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د څرنګوالي په اړه د بایډن له ادارې سره په کړکېچ کې دی او تراوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو ټول محرم اسناد کانګرس ته نه‌ دي سپارلي.