افغانستان

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پنځه ځایي خبریالان د طالبانو له بنده خوشي شول

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له بنده د پنځو خبریالانو په کندز کې د سلام وطندار راډیو د خبریال حسیب حساس، په کندهار کې د طلوع نیوز د خبریال عطاءالله عمر، په زابل کې د آزاد خبریال محبوب الله حکیمي او په ننګرهار کې د کلید راډیو د خبریالانو فقیرمحمد فقیرزي او جان آغا صالح د خوشي کېدو خبر ورکړ.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ددغو خبریالانو له خوشي کېدو په هرکلي سره د کابو پنځو نورو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د بې له قید او شرطه خوشي کولو غوښتنه وکړه.

د خبریالانو مرکز سرچینو ویلي چې دا خبریالان نن په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له بنده خوشي شوي دي.

د سرچینې په وینا، دا خبریالان په ضمانت او له منع شویو رسنیو سره د کار نه کولو په اړه د طالبانو د حکم په منلو له بنده خوشي شوي دي.

طالبانو په غیررسمي توګه له ځینو رسنیو سره چې له هېواده بهر څخه خپرونې لري همکاري منع کړې ده.

د طالبانو مسوولینو تراوسه د خوشي شویو خبریالانو د شمېر او د دوی د آزادولو د شرایطو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز څرګنده کړې چې ددغو خبریالانو نیول له هماغه پيله ناقانونه وو او باید آزادي یې نه وای سلب شوې.

دغه مرکز جوته کړې چې له خبریالانو هر ډول شکایت باید د ډله ییزو رسنیو قانون او د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدننې کمېسیون له لارې تعقیب شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې په اوسني وخت کې لږترلږه پنځه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو په بند کې دي.