افغانستان

د سپينې ماڼۍ ویانده: طالبان باید پر نجونو د زده کړو محدودیت لیرې کړي

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ټولنې د نیمايي وګړو له بې برخلیکه وضعیته دوه کاله تېرېږي؛ ښځې او نجونې د زده کړو حق نه لري، نه هم پارکونو او تفرېځ ځایونو ته د تلو او کار!

افغانستان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره په دې ډول شرایطو سره لومړنی هېواد دی.

خو امریکا وایي چې د نجونو د زده کړو د ارزښت په اړه یې دریځ تل روښانه دی.

د سپینې ماڼۍ ویانده کرین ژان پیر وايي: «ولسمشر تل د نجونو زده کړو د ارزښت په اړه په ښکاره ویلي چې نه یوازې د نجونو زده کړه دلته بلکې په ټوله نړۍ کې ارزښت لري. موږ تل د نجونو د زده کړو د محدودیت په هکله خپله اندېښنه په روښانه توګه له طالبانو سره مطرح کړې ده.»

خو هغه ښځې او نجونې چې پوهنتونونو او ښوونځیو ته له تلو بې برخې شوې او هره ورځ د طالبانو له محدودیتونو سره مخ کېږي، د طالبانو په وړاندې د امریکا پر دغه دریځ نیوکه کوي او وايي چې واشنګټن د ښځو وضعیت د ښه کولو لپاره پر طالبانو لازم فشار نه دی راوستی.

د کابل اوسېدونکې صبا عزیزي وايي: «زه د یوې افغان نجلۍ په توګه له نړیوالې ټولنې ناهیلې او اندېښمنه یم چې په راتلونکي کال کې نه شم کولای ښوونځي ته ولاړه شم او له نړیوالې ټولنې خفه یم چې ښځې او نجونې یې په دا ډول شرایطو کې یوازې پرېښې دي.»

له دې سره سره امریکا وايي چې د طالبانو له پياوړي کولو پرته له افغانانو خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د سپینې ماڼۍ ویانده کرین ژان پیر زیاتوي: «د متحده ایالتونو هڅې د طالبانو له «پياوړي کولو» پرته له افغانانو د ملاتړ لپاره دي او دا هغه څه دي چې موږ به ورته دوام ورکړو او داسې څه دي چې نه یوازې ولسمشر بلکې اداره یې په اړه روښانه دریځ لري.»

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم امریکا په دوه مخي سیاستونو تورنوي او وایي چې نړۍ یوازې د افغان ښځو او نجونو ننداره کوي.

د ښځو د حقونو فعاله مریم آروین وايي: «په سر کې په واک کې د طالبانو له ساتلو لاس واخلئ او دوهم د طالبانو پر بدیل فکر وکړئ، ځکه طالبان نه اصلاح کېدونکي دي او له حقونو او اسلامي آزادیو په تېره بیا د ښځو له آزادۍ سره هېڅ ډول پخلاینه نه لري.»

په افغانستان کې ښځې وايي چې د طالبانو په تېره دوه کلنه واکمنۍ کې نه یوازې د نړیوالو دریځونه او د دوی د اعلامیو صادرول د ښځو په وړاندې د طالبانو د توپیري سیاستونو د کمولو لامل نه دي شوي، بلکې پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا محدودیتونه لازیات شوي دي.

د سینګارتونونو د تړلو او په کانکور آزموینه کې له ګډونه د نجونو د مخنیوي ترڅنګ، په تازه مورد کې طالبانو ښځې او نجونې د بامیان بند امیر ته له تلو منع کړې دي.