افغانستان

په کابل کې د ایران د پارلماني پلاوي کتنې؛ ایران د روغتیا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی

د ایران پارلماني پلاوی چې له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی له طالب چارواکو او د افغانستان د شیعه علماوو شورا له غړو سره یې کتلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له دغه پلاوي سره په کتنه کې وویل: «اجازه نه ورکوو دښمان د افغانستان او ایران ښې اړیکې زیانمنې کړي.»

له بلې خوا، په کابل کې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران پارلماني پلاوي په کابل کې د خپلو لیدنو په لړ کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو له وزیر سره هم کتلي دي.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ترجیح له ایران سره د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی د سوداګریزو پلاویو او مناسباتو پراختیا ده.

د ایران پارلماني پلاوي همداراز د طالبانو د روغتیا له وزیر قلندر عباد سره وکتل.

هغه په دې کتنه کې وویل: «ایران تراوسه د روغتیا او درملنې په برخه کې ډېرې مرستې کړې او موږ د ایران په روزنیزو او درملیزو مرکزونو کې د افغانستان د روغتیا برخې د کدرونو روزنې ته لېواله یو.»

د ایران پارلماني پلاوی تېره ورځ د افغانستان د شیعه علماوو شورا له غړو سره هم وکتل.

په کابل کې د ایران سفارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان د علماوو شورا رییس آیت الله صالحي په افغانستان کې د ایران د پاملرنې او همکاريو ستاینه وکړه.»

له بلې خوا، تسنیم خبري آژانس تېره ورځ راپور ورکړ چې دغه پلاوي په کابل کې د خپلو لیدنو په لړ کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له اداري مرستیال «نورجلال جلالي» سره کتلي دي.

جلالي په دغه کتنه کې د ایران له خوا د افغان کډوالو د څو لسیزو کوربتوب په اړه مننه وکړه او وې ویل: «طالبان هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د ګاونډیو خلاف کار واخیستل شي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې امنیت، له نشه‌يي توکو سره مبارزه او د قاچاق مخنیوی، د پولو ساتنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ایراني پلاوي سره ددغه وزارت خبرو چورلیز و.