نړۍ

په اوکراین کې د دوو جنګي الوتکو د لګېدو له امله د درېیو پيلوټانو مړینه

د اوکراین د پلازمېنې کی‌يف په لوېدیځ کې د روزنې پر مهال د دوو جنګي جېټ الوتکو د ټکر له امله درې پیلوټان مړه شول.

د اوکراین هوايي ځواکونو ویلي، چې په دې درېیو کسانو کې د ايف – ۱۶ جنګي الوتکې یو روزل شوی پیلوټ هم و.

دغه پیلوټ انډري نومېږي او د رمز جوس په نوم یادېده. هغه د ناټو ځواکونو له خوا د اېف – ۱۶ الوتکو پورته کول زده کړي وو.

انډري تېر کال ویلي و چې د ناټو او امریکايي ځواکونه اوکرایني پیلوټان له دغې جېټ الوتکې د ګټې اخیستو لپاره چمتو کوي.

هغه اوکراینی پیلوټ چې په دې پېښه کې مړ شو له دې مخکې یې ویلي وو: «د متحده ایالاتو، ناټو او نورو هېوادونو ځواکونو موږ ته لومړني اصول را زده کړي دي. هغوی ځانګړي تکتیکونه او داسې مهارتونه رازده کړل ترڅو اغېزناک واوسو. موږ ته وویل شول چې باید ډېر نوښتګر وو.»

د روزنې لپاره پوځي اېل – ۳۹ جنګي جېټ الوتکې د جمعې په ورځ د تمرین پر مهال له یو بل سره ولګېدې او تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی روښانه شوی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم د دغو پیلوټانو مړینه د اوکراین لپاره لویه غمیزه وبلله – هغه هېواد چې د روزل شویو پیلوټانو له کمښت سره مخ دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي: «یو اوکراینی افسر؛ له هغو کسانو چې زموږ له هېواد سره یې ډېره مرسته وکړه. ډېره زیاته! د هغه څه په اړه چې رامنځته شوي څېړنې دوام لري.»

زلنسکي ټینګار وکړ، چې د اوکراین هوايي ځواکونه باید ژرترژره د اېف – ۱۶ جنګي جېټ د الوتنو لپاره د اړتیا وړ زده‌کړې وکړي. لوېدیځو هېوادونو ژمنه کړې چې ۶۱ اېف – ۱۶ الوتکې به کی‌يف ته ورکړي.

دغه جېټ الوتکې کولای شي د روسي ځواکونو پروړاندې په جګړه کې اوکرایني ځواکونو ته د هوا له پلوه بری په برخه کړي.