ورزش

افغان لامبو وهوونکی د روسیې په سپورتي لوبو کې په لامبو وهلو بریالی نه شو

یو افغان لامبو وهونکی چې د طالبانو له خوا د لوړو زده کړو وزارت په استازیتوب په روسیه کې د لامبو په سیالیو کې د ګډون لپاره لېږل شوی و، ددغو سیالیو په لومړیو شېبو کې په لامبو کولو بریالی نه شو او د ژغورنې ډلې له خوا له اوبو راوایستل شو.

د روسیې په کوربتوب د نړۍ د پوهنتونونو ورزشي لوبو نهمه ورځ د ټنس، جوډو، لامبو او والیبال په برخو کې ترسره شوې.

په سیالیو کې له افغانستانه د لامبو، تکواندو، غېږ نیونې، بوکس او جودو په برخو کې یو شمېر لوبغاړو ګډون کړی دی.

د طالبانو له خوا لېږل شوی لوبغاړی عبدالوارث کریمي د لامبو د ۵۰ متري لوبې له پيل وروسته په اوبو کې ډوب شو او د ژغورونکې ډلې له خوا له اوبو بېرته وایستل شو.

د نړۍ د پوهنتونونو ترمنځ سیالۍ به د اګسټ تر ۳۱ د ښځو او نارینه وو لپاره په بېلابېلو برخو کې دوام ومومي.