افغانستان

طالبانو د تسنیم خبري آژانس تصویر اخیستونکی خوشی کړ

د ایران تسنیم خبري آژانس پر خپله وېبپاڼه لیکلي، چې د دې خبري آژانس تصویر اخیستونکی «محمد حسین ولایتي» تېره شپه په کابل کې د ایران سفارت ته رسېدلی دی.

تسنیم زیاته کړې: «طالبانو تېره شپه د تسنیم خبري آژانس تصویر اخیستونکی محمد حسین ولایتي په کابل کې د ایران سفارت ته سپارلی دی.»

دغه خبري آژانس ادعا کړې چې د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي هم دا خبر تایید کړی دی.

دا په داسې حال کې دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر تېره شپه په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو: «د تسنیم خبري آژانس د تصویر اخیستونکي ښاغلي محمد حسین ولایتي د خوشي کولو لپاره دیپلوماتیکې هڅې روانې دي. هیله من یم هغه په راتلونکو څو ساعتونو کې په کابل کې د ایران سفارت ته وسپارل شي.»

تېره اونۍ تسنیم خبري آژانس اعلان وکړ چې د ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۸مه د شنبې په ورځ طالبانو د دغه خبري آژانس عکاس محمد حسین ولایتي هغه مهال چې غوښتل یې د کابل له هوايي ډګره تهران ته ستون شي نیولی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د محمد حسین ولایتي له نیولو د اندېښنې په څرګندولو سره له طالب مسوولینو غوښتي وو چې دغه تصویر اخیستونکی خوشی کړي او په افغانستان کې د خبریالانو د نیولو او ځورولو بهیر پای ته ورسوي.

ددغه مرکز په وینا، په تېرو درېیو اونیو کې لږترلږه یوولس خبریالان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي چې نهه تنه لا هم د طالبانو په بند کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا لږترلږه څلور نور خبریالان چې په وروستیو میاشتو کې نیول شوي وو هم په زندان کې دي چې په دې توګه ټول خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې لاهم بندیان کې شمېر یې ۱۳ تنو ته رسېږي.

ددغو ټولو خبریالانو د نیولو لامل روښانه نه دی او طالب مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وړمه ورځ ویلي چې تېر کال د هېواد په کچه د خبریالانو په وړاندې هېڅ تاوتریخوالی نه دی ثبت شوی.