افغانستان

ماشومان افغانستان کې د ناچاودو جنګي توکو اصلي قربانیان

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) مسوولین وايي، چې افغانستان کې د ناچاودو چاودېدونکو توکو ۸۵ سلنه قربانیان ماشومان دي.

دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱) په ایکس ټولنیزو شبکه کې لیکلي، افغانستان په نړۍ کې په وسلو ترټولو ککړ هېواد دی.

یونیسف ټینګار کړی چې افغانستان کې د اروپا له دفتر سره په همکارۍ ماشومانو ته روزنه ورکوي ترڅو ناچاودي توکي وپېژني او ورنږدې نه شي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د شمېرو له مخې چې موده مخکې یې خپرې کړې دي، د ۲۰۲۲ له جنورۍ د ۲۰۲۳ تر جون میاشتې پورې افغانستان کې ۶۴۰ ماشومان د چاودېدونکو توکو او ماینونو له امله مړه یا ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له جګړو پاتې چاودېدونکو توکو تېره اونۍ د ۸ افغان ماشومانو ژوند اخیستی دی.

د سره صلیب په وینا، دا شمېر د ملکیانو له ټولو تلفاتو (یو زر او ۹۲) څخه ۶۰ سلنه جوړوي چې د ماینونو او له جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو له امله اوښتي دي.

د دې کمیټې په راپور کې راغلي، چې له جګړو پاتې چاودېدونکي توکي او وسلې افغانستان کې د ملکي وګړو لپاره یو ډېر جدي او دایمي ګواښ دی، خو د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هڅې بریالۍ نه وې.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، سره له دې چې افغانستان کې جګړه کمه شوې ده خو د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو له امله راپورته شوي تلفات د ۲۰۲۱ له اګسټ راهیسې زیات شوي دي.

ویل کېږي، چې د افغانستان نږدې ۶۰۶ کیلومتر مربع خاوره په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړه ده.

افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو سرګلولو چاودنې تل د هېواد وګړي قرباني کړي چې د دې تلفاتو زیات شمېر ماشومان جوړوي.