افغانستان

د افغانستان د خبریالانو مرکز: دیارلس خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو په بند کې دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د ایران د تسنیم خبري آژانس د تصویر اخیستونکي محمد حسین ولایتي په نیول کېدو سره د طالبانو په زندانونو کې د بندي خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو شمېر دیارلس تنو ته ورسېد.

ولایتي د تسنیم خبري آژانس تصویر اخیستونکی او تدوینوونکی دی او د روانې اونۍ د شنبې په ورځ ایران ته د ستنېدو پرمهال د کابل په هوايي ډګر کې نیول شوی دی.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو له کوم سپیناوي پرته ددې رسنۍ تصویر اخیستونکی نیولی او د هغه د خوشي کولو لپاره هڅې تراوسه بې پایلې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د محمد حسین ولایتي د نیول کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو له طالبانو غوښتي چې دغه عکاس خوشی کړي او په افغانستان کې د خبریالانو د نیولو او ځورولو بهیر پای ته ورسوي.

ددغه مرکز په وینا، په تېرو دوو اونیو کې لږ ترلږه یوولس خبریالان د هېواد په بېلابېلو برخو کې نیول شوي چې له هغې ډلې نهه تنه لا هم په بند کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز معلومات ښيي چې لږترلږه څلور نور خبریالان چې په وروستیو میاشتو کې نیول شوي وو هم په زندان کې دي چې په دې توګه ټول د هغو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو شمېر چې په اوسني وخت کې بندیان دي دیارلس تنو ته رسېږي.

ددغو ټولو خبریالانو د نیولو لامل لا نه دی روښانه شوی او طالب مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه ویلي چې په تېر یوه کال کې په هېواد کې د خبریالانو په وړاندې هېڅ تاوتریخوالی نه دی ثبت شوی.