افغانستان

قمي: د ایران حق‌ابه باید په سمه توګه او په عدالت ایراني لوري ته ورکړل شي

Photo: Iran’s state media

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي ایکس ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه لیکلي، د دهراود د اوبو سنجولو له ځایه چې د اوبو له پلوه د نورمال کال د سنجولو ځای دی د ایران د مسلکي ډلې له لیدنې وروسته، «د ډاډ جوړولو او د ګاونډیتوب د حسن لپاره د اغېزناک تعامل د پیل مثبته نښه ده.»

هغه په دوام کې ویلي، د لېږل شویو کارپوهانو په آند چې د دهراود د اوبو سنجولو ځای یې لیدلی او اندازه کړی دی، (د ۱۴۰۲ کال په زمري میاشت کې د روانو اوبو د جریان کچه) د اوبو له پلوه د یوه نورمال کال له میاشتنۍ اندازې څخه کمه ده.

کاظمي قمي په پای کې ټینګار کړی دی چې تمه کېږی په میاشتني ډول د اوبو سنجولو معلوماتو د منظو لېږلو په دوام، د اوبو د غونډېدو له ځایه کله‌ناکله لیدنې او هر کال د اوبو د کمښت او زیاتوالي د کره کچې په ټاکلو سره «د هلمند له سیند څخه د ایران حق‌ابه په سمه توګه او په عدالت د تړون د ۳ مادې د ب بند له مخې ایراني لوري ته ورکړل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې د هلمند حق‌ابې په اړه وویل: «تازه زموږ همکارانو د هلمند د دهراود د اوبو سنجولو له ځایه لیدنه وکړه. دغې لیدنې روښانه کړه چې افغانستان کې وچکالي جدي ده، خو افغانستان کې د ورښتونو کچې ته په پام، ایران د هلمند سیند له اوبو څخه ونډه لري او دا زموږ قانوني حق دی چې غواړو یې.»

په همدې حال کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د زمري پر ۲۸ د انګلیس له استعمار څخه د افغانستان د خپلواکۍ اخیستلو په ۱۰۴ کلیزه کې ویلي و: «له ایران سره د اوبو موضوع د جګړې پر ځای په ډېرې خوښۍ سره په پوهاوي هواره شوې ده. دا له نړۍ سره زموږ د ښه تعامل او سیاست بېلګه ده.»