افغانستان

بلینکن له افغانستانه د وتلو اړوند مهم اسناد د استازو جرګې په واک کې نه ورکوي

U.S. Secretary of State Antony Blinken speaks about climate change at the Chesapeake Bay Foundation in Annapolis, Maryland, U.S., April 19, 2021. Jacquelyn Martin/Pool via REUTERS

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د پټو اړخونو پر سر د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزارت سره د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د جنجال دوام.

د امریکايي رسنۍ واشنګټن اکزامینر د رپوټ له مخې، که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د عمومي مالوماتو اړوند درې سوه سندونه د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو له کمیټې سره شریک کړي، خو ددې رسنۍ د راپور پر بنسټ، د بهرنیو چارو وزیر د مرستیال د یاددښت په ګډون اته مهم سندونه پکې موجود نه وو.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمد اختر‌ راسخ وايي: «سنا یا پارلمان ته ددغو سندونو وړاندې کول ددوی د استخباراتي اصولو له آدرس څخه دي، پنځه هېوادونه چې د نړۍ په اړه تصمیم نیسي، پياوړي استخبارات لري چې خپل نظامونه او دولتونه رهبري کوي، هېڅکله خپل کمزوري ټکي خلکو او د خلکو استازو ته نه وړاندې کوي.»

ددغه راپور پربنسټ، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایکل مک کال له څو میاشتو راهیسې د اتو مهمو سندونو د ترلاسه کولو غوښتونکی دی، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پرمهال په واشنګټن او کابل کې د امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې اترې پکې شاملې دي.

په وروستي مورد کې ښاغلي مک کال په اکس ټولنیزه شبکه کې په تازه یاددښت کې لیکلي، په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایکل مک‌کال وايي: «له افغانستانه د امریکا د ولسمشر له خوا د ځواکونو د مرګوني او ګډوډۍ ډک وتلو دوه کاله تېرېږي، خو د نوموړي په اداره کې هېڅوک مسوول نه دي ګڼل شوي، زه کرار نه کېنم ترهغه چې په دې موضوع پوه شم، څه ډول دا پېښه وشوه او ددې ماتې مسوول څوک دي.»

د وتلو پرمهال ګډوډي، د افغانستان د مخکیني دولت سقوط او د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال پر کابل هوايي ډګر د داعش ترهګر برید، هغه موردونه دي چې د نیوکه کوونکو په وینا، امریکا له افغانستانه د وتلو پرمهال ددغو ګواښونو لپاره مناسب پلان نه درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور چې د روان کال په جولای میاشت کې خپور شو، پکې تایید کړې یې ده چې د ټرمپ او بایډن ادارو له افغانستانه د وتلو په بهیر کې د افغانستان د مخکیني دولت ثبات ته جدي پام نه دی کړی.