افغانستان

په افغانستان کې له بریتانیا د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۴مه کلیزه

له نن څخه ۱۰۴ کاله وړاندې په همدې ورځ افغانستان له برېتانیې خپلواکي ترلاسه کړه.

د افغانستان خپلواکي په ۱۹۱۹ کال کې د شاه غازي امان الله خان له خوا اعلان شوه. د افغان-انګلیس له دریمې جګړې وروسته د برېتانيې امپراتورۍ د راولپنډۍ د تړون په لاسلیکولو سره د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپیژندله.

افغانستان له یوې پېړۍ راهیسې د هېوادونو د نړیوالو سیالیو ډګر پاتې شوی او تر نن ورځې د یوه باثباته حکومت شاهد نه دی. یو شمېر کارپوهان وايي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د سیاسي واکمنۍ په توګه خپلواک نه دی.

د شلمې پېړۍ دویمه لسیزه، د افغانستان په نړیوالو اړیکو کې یوه نوې پاڼه؛ د هغه هیواد لپاره چې پالیسي یې د برېتانوي امپراتورۍ لخوا ټاکل کیږي، د شاه امان الله خان تر واکمنۍ لاندې د خپلواکۍ اعلان کوي.

د ۱۹۱۹ کال د مې په میاشت کې د افغانستان او انګلستان ترمنځ دریمه جګړه پیل شوه. انګرېزانو خپلواک افغانستان نه مانه تر دې چې د جګړې په ډګر کې یې تن کېښود. او د راولپنډۍ د تړون په لاسلیکولو سره یې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله.

افغانستان له همدې ځایه د یو خپلواک هیواد په توګه له نړۍ سره تعامل ته داخلیږي او شاه امان الله خان له نورو هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا لپاره ګامونه اخلي.

د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي: «[شاه امان الله] د خپلواکۍ اعلان وکړ، چې د انګریزانو له غبرګون سره مخ شوه او بالاخره انګریزان پوه شول، چې د سولې او اوربند جهاد او هغه جګړې ته تسلیم شول، چې امان الله د انګریزانو پر وړاندې پیل کړې وه او د افغانستان خپلواکي یې په رسمیت وپیژندله.»

امان الله خان چې د نوښت ګر پاچا په توګه هم مشهور دی، اروپا او اسیا ته له شپږ میاشتني سفر وروسته سیاسي، ټولنیز او فرهنګي اصلاحي پروګرامونه پیلوي. د افغانستان د لومړني اساسي قانون له تصویب او د شاهي پوځي اساسي قانون له اعلان څخه نیولې بیا د زده کړو اجباري کول او د زده کړو لپاره بهر ته د هلکانو او نجونو لېږل. خو د هغه واکمنۍ ډېر دوام ونه کړ.

که څه هم افغانستان په ۱۹۱۹ کال کې د یو مشخص قلمرو په درلودلو سره د یوه ازاد هېواد په توګه وپېژندل شو. خو د یوې پېړۍ په اوږدو کې تاریخ د بهرنیو ځواکونو د تګ راتګ شاهد پاتې کیږي، خو هېڅکله یو باثباته حکومت نه شي پیدا کولی، تر نن ورځې چې طالبان یو ځل بیا په واک کې دي او د نړیوال مشروعیت په خلا کې روان دی.

د پوهنتون استاد ارین شریفي وايي: «که اوس په نظر کې ونیسو، هغه نظام چې نن واکمن دی او لکه څنګه چې دی، مشروعیت نه لري، واک لري، خو په خپلو داخلي پریکړو کې خپلواکي نه لري، ځکه چې د ایران، پاکستان او قطر په څېر بېلابېل هېوادونه په پرېکړو کې رول لري. او نور هیوادونه چې نن ورځ د اوسني حکومت پرېکړو کې رول لري، نو له دې امله له وروسته نه شو کولی هیواد ته خپلواک ووایو، خو په ټوله کې د جغرافیې، سیاست او نفوس له پلوه افغانستان یو خپلواک هېواد دی.َ»

د خپلواکۍ له ورځې څه باندې یوه پېړۍ وروسته طالبانو هم د خپلواکۍ او امان الله خان ورځ ونمانځله. په داسې حال کې چې شاه امان الله د ټولو نجونو لپاره د زده کړو هیلې درلودې، خو طالبانو د شاه انځور د نجونو د زده کړو له بهیره لېرې کړ.