ورزش

د سویلي کوریا په تکوانډو سیالیو کې د افغان لوبغاړو یو د سپينو زرو او دوه د برونزو مډالونو ګټل

د افغانستان د تکوانډو ملي لوبډلې د سویلي کوریا د تکوانډو په نړیوال فسټیوال کې یو د سپینو زرو او دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

بیژن صدرزاده د جمعې په ورځ په ۶۳ کیلوګرام وزن کې ولوبېد او خپلو دوو قزاقستاني سیالانو ته یې ماته ورکړه او وروستي پړاو ته یې لار پیدا کړه.

خو په وروستي پړاو کې یې د سویلي کوریا د هوان یانګ کیم پروړاندې ماته وخوړه او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ.

په همدې حال کې رامش حسیني او امید سهاک په ۸۰ کیلوګرام وزن کې وتوانېدل د برنز مډالونه وګټي.