افغانستان

بلینکن: خپل کار ته دوام ورکوو ترڅو طالبان د هغو ژمنو په وړاندې چې کړې یې دي ځواب ویوونکي کړو

د ۲۰۲۱ کال د اګست شپاړسمه؛ د کابل له سقوطه یوه ورځ وروسته، امریکا د لېږد بهیر پیلوي.

نن په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له پرېکړې دفاع کوي او وايي د جګړې کولو لپاره بل نسل نه لري. خو هغه له افغانستان سره د امریکا د ژمنو د دوام په اړه ډاډ ورکوي او وايي د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې یې له افغانستان سره لږترلږه ۱،۹ میلیارد ډالر بشردوستانه مرستې کړې دي. انتوني بلینکن له طالبانو سره د امریکا په ګډون هېوادونو د اړیکې د عادي کولو شرایطو ته هم اشاره کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن وايي: «هماغه شان خپل کار ته دوام ورکوو ترڅو طالبان د هغو ډېرو ژمنو په وړاندې چې کړې یې دي او عملي کړې یې نه دي ځواب ویوونکي وګڼو، په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو په هکله. موږ له طالبانو سره بشپړ جدي وو او په ټوله نړۍ کې لسګونه هېوادونه روښانه دریځ لري که د نورو موردونو له ډلې د ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ ونه شي، د طالبانو او نورو هېوادونو ترمنځ د هر ډول اړیکو د عادي کولو لاره به وتړل شي.»

خو په آسیا کې، د امریکا نړیوال سیال چین د طالبانو واکمني یوه تاریخي لاس ته راوړنه بولي او وايي، امریکا په تېرو دوو کلونو کې د مرستو په بندولو، بندیزونو په لګولو د افغانستان د شمتنیو په کنګل کولو د افغانستان د خلکو درد او کړاو زیات کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانگ ونبین وايي: «نړۍ هیله منه ده چې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه دولت د جوړولو او د ښځو او لږکیو حقونو د خوندیتوب په برخو کې د لویو پرمختګونو شاهده واوسي. هیله من یو موقت حکومت دغو تمو ته د ځواب ویلو لپاره فعالانه عمل وکړي.»

د طالبانو د واکمنۍ له دوهمې کلیزې سره همهاله، له افغانستانه بهر مطلق اکثریت د طالبانو له خوا د ښځو د څنډې ته کولو او له لومړنیو حقونو د دوی د بې برخې کولو خبره وکړه، خو د ننه په افغانستان کې طالبانو د ښځې نوم او د هغې د حق په اړه څه ونه ویل.

د روغتیا د نړیوال سازمان د روغتیايي پروګرام مدیره ثریا دلیل وايي: «امریکايي مخاطبانو ته وایم چې اړتیا ده د بهرني سیاست، پوځي ګټو او بشري حقونو د اصولو ترمنځ توپیر وکړي. زما په اند په افغانستان کې بهرني سیاست او پوځي ګټو ته د بشري حقونو د اصولو په وړاندې لومړیتوب ورکړ شوی او پایله یې هغه څه ده چې اوس یې ګورو.»  

طالبان له بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو له حقونو په پراخې سرغړونې تورن دي. د طالبانو په تېره دوه کلنه واکمنۍ کې ښځې له کار او زده کړو منع شوې او ترڅنګ یې له سفر پرته سفر او تفرېح ځایونو ته د تلو په شان محدودیتونو سره مخ شوې دي. اوسمهال چې د نړۍ ډېری هېوادونه له طالبانو سره په تعامل کې دي افغان مېرمنې وايي غږ یې هېڅوک نه اوري.