افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د ۲۰۲۱ د اګست په دیارلسمه د افغانستان مهمې پېښې

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د بادغیس، غور، کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایتونه یو په بل پسې د طالبانو په لاس سقوط شول.

د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۳مې پورې طالبانو د ۱۷ ولایتونو اداره په خپل لاس کې واخیسته، پخواني حکومت د هېواد پر جنوبي او لوېدیځو ولایتونو بشپړ حاکمیت له لاسه ورکړ.

په همدې ورځ طالبان د هرات ښار په څنډه کې ظفر قول اردو ته ننوتل، محمد اسماعیل خان او د هرات پخواني سیمه ییز چارواکي چې د هرات ښار له سقوط وروسته یې دغه قول اردو ته پناه وړې وه، د طالبانو له خوا ونیول شول.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۳مه په ۱۷ ولایتونو کې د جمهوري ریاست درې رنګه بیرغ او په ۱۷ نورو ولایتونو کې د طالبانو سپین بیرغ پورته شو.

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر دوام درلود، د سرچینو په وینا، درې زره امریکايي سرتېري، ۶۰۰ برېتانوي او څو سوه کاناډايي پوځیان د تخلیې د ماموریت لپاره د کابل هوايي ډګر ته راغلي وو.

په دې ورځ د بادغیس، غور، کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایتونه د طالبانو لاس ته ولوېدل.

د بادغیس پخوانی والي آمو ته وايي چې له یو شمېر سیمه ییز مشرانو سره یې له سلا مشورو وروسته له طالبانو سره په یوې هوکړې جګړه بس کړه چې د هغه په باور نور د جنګېدو انګیزه نه وه ورپاتې.

د بادغیس پخوانی والي حسام الدین شمس وايي: «موږ ونه نیول شو، د یوې هوکړې پر بنسټ مو له جګړې لاس واخیست، د جګړې لپاره انګیزه نه وه، ارزښتونه له لاسه تللي وو، موږ باید د څه لپاره جنګېدلي وو.»

د زابل پخوانی والي هم آمو ته وایي چې د مرستو د نه رسیدو او د زابل د ګاونډیو ولایتونو د سقوط له امله له طالبانو سره د جګړې دوام د ده په اند ځانه وژنه وه.

د زابل پخوانی والي حمیدالله توخي وايي: «کله چې کندهار سقوط شوی وي، روزګان او غزني سقوط شوې وي، په زابل کې اوسېدل د ځان وژنې او د سرتېرو د وژلو په معنا وه. نوره یې پایله نه لرله، که تر نن مو هم جګړه کولی.»

د طالبانو پخ لاس د غور د سقوط په اړه د دغه ولایت پخوانی والي آمو ته وايي چې غور ته د مرکزي حکومت کمه پاملرنه د دغه ولایت د سقوط یو مهم لامل و.

د غور پخوانی والي عبدالظاهر فیض زاده وايي: «په هر نظر موږ ټیټې اسانتیاوې درلودې. د هرات او فراه په پرتله غور ته د مرکزي حکومت پاملرنه کمه وه، خو لخ دې سره هم غور هغه وخت سقوط شو چې لوېدیځ زون سقوط وکړ.»

په همدې حال کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۳مه طالبان د هرات ښار په څنډه کې د ظفر قول اردو ته هم ننوتل، محمد اسماعیل خان، د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي معین عبدالرحمن رحمن او د هرات پخواني سیمه ییز چارواکي چې له سقوط وروسته یې دې قول اردو ته پناه وړې وه، د طالبانو له خوا ونیول شول.

که څه هم طالبانو د محمد اسمعیل خان په ګډون ټول بېرته خوشي کړي، خو دا چې هغه څنګه او ولې د طالبانو له خوا ونیول شو د دې مسلې یو له پټو اړخونو څخه دی چې تر اوسه نه دی روښانه شوی.