سوداګري

د هېواد په ولایتونو کې د وچکالۍ د دوام په اړه د کروندګرو اندېښه

په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې وچکالي د دې لامل شوې چې ډېری هېوادوال له جدي ناورین سره مخ شي.

د بلخ ولایت د نهر شاهي په سخته ګرمۍ کې، عبدالاحد له خپلو همکارانو سره د اوبو په نشتون کې د کار او ژوندي پاتې کېدو ترمنځ د مقابلې په حال کې دي.
دغه ۵۵ کلن کروندګر وايي، مخکې د وچکالۍ اندېښنه نه وه او له ۹ جرېبه ځمکې یې تر دوه میلیون افغانیو زیات عاید درلود، خو اوس د خپلو کارکوونکو د مزد ورکولو وس هم نه لري.

د بلخ ولایت یو کروندګر عبدالاحد وايي: «په تېرو وختونو کې موږ له همدې ځمکې پنځه تر شپږ زره منه غنم ترلاسه کول، سږ کال موږ یوازې ۳۵ منه غنم ترلاسه کړل.»

نوموړی زیاتوي، د اوبو په نشتون کې د دې کلي ډېری کروندګرو له بزګرۍ لاس اخیستی دی، خو هغه خپل کار ته له دوام ورکولو پرته بله لار نه لري.

هغه وايي: «درې کاله کېږي چې بشپړه وچکالي ده او سیندونه او څاه ګان وچ شوي دي؛ اوبه نشته او آن د څښاک اوبه هم په سختۍ پیدا کېږي.»
اوس‌مهال د ۱۵ کسیزې کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ موندل د عبدالاحد لپاره ترټولو لویه ننګونه شوې ده – هغه چا لپاره چې مخکې یې په کور کې د مناسبو خوړو دسترخوان وو، خو نن وايی که یې د ځمکې مېوې نه وي د خپلې کورنۍ لپاره پوره خواړه نه لري.

دا د یوه کروندګر کیسه وه چې د ده پر ژوند او کاروبار د وچکالۍ اغېزو ته کتنه وشوه، خو یوازې عبدالاحد نه دی او دا په افغانستان کې د ټولو کروندګرو ورته کیسه ده.

تېرو دوو کلونو کې یوازې کروندګر نه، بلکې وچکالۍ او د اوبو نشتون پر ټولو افغانانو اغېزه کړې ده.

د بلخ اوسېدونکې زینب وايي: «ډېری څاه ګان وچ شوي او موږ اوبه نه لرو، زموږ غوښتنه دا ده چې لازیات څاه ګان وکیندل شي ترڅو د خلکو ستونزې حل شي.»

هېواد کې د وچکالۍ او د اوبو د نشتون اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې دي، چې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، تر ۱۵ میلیونه زیات افغانان د خوراکي توکو له سختې ناامنۍ سره مخ دي چې له دې منځه نږدې درې میلیون تنه یې په بیړني وضعیت کې دي.